لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پروېز مشرف ته د سزا ورکولو په فېصله د څرګندونو په سر د خېبر ضلعې مرستيال کمشنر معطل کړی شوی


فهد اکرام قاضي

د خېبرپښتونخوا د صوبايي انتظامي افسرانو (پي سي اېس) لخوا د پروېز مشرف په سزا د څرګندونو وروسته د قبایلي ضلعې خېبر اډيشنل مرستیال کمشنر فهد اکرام قاضي معطل کړی شوی دی، قاضي د پي سي اېس افسرانو د اتحاديې رابطه کار چې د معطل کېدو وروسته د دغه عهدې څخه هم لرې کړی شوی دی.

د پي اېس افسرانو اتحاديې پروېز مشرف ته د ځانګړي عدالت لخوا د مرګ سزا اورولو وروسته په بيان کې ویلي ؤ چې " د ادارو ترمنځ په روانه لانجه اندېښنه لري ځکه چې دا د رياست په واک باندې سختې بدې اغېزې کوي او که دا حالات په وخت قابو نه کړی شوی نو نور بحران به ترې جوړ شي".

په بيان کې زياته کړی شوې "چې اتحاديه د پخواني امر (پروېز مشرف) پرضد د عدلیې فېصلې ته احترام لري چا چې ائین معطل کړی ؤ".

دوی ويلي يوه اداره هم چې په غېر قانوني او غېر جمهوري طريقه د دې فېصلې مخالفت کوي بايد ځان ترې په ډډه وساتي او په خپل حد کې پاتې شي.

دوی دا هم ويلي د پوځ ترڅنګ ټولو ادارو ته احترام لري خو که په شمار يو څو تنه د قانون سرغړونه کوي بايد د هغوی سره هم دغه ډول چلند وشي.

د ياد بيان وروسته د خېبرپښتونخوا حکومت د فهد اکرام قاضي د معطل کولو امر کړی او په حکمنامه کې يې يواځې دومره ويلي چې د صوبايي حکومت د سرکاري نوکرانو د مادې شپږم لاندې د خېبر اډيشنل مرستیال کمنشر معطل کوي.

دغه حکمنامه په ۱۹م دسمبر جاري کړی شوې او د قاضي د معطل کولو په اړوه نور جزيات پکې نه دي ويل شوي.

نوموړي افسر فهد اکرام قاضي وي او ای ډیوه ته وويل "چې دوی د قانون او اعلی عدليې د عزت خبره کړې ده".

د فهد اکرام قاضي معطل کولوته په ټولنيزو رسنیو سخت غبرګون ويل شوی د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ او د شمالي وزيرستان نه د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ منتخب ممبر ميرکلام وزیر دا پرېکړه غندلې او د خفګان څرګندونه يې پرې کړې ده.

محسن داوړ ويلي د عدليې او ائین ملاتړ کولو جرم نه دی هغه د تحريک انصاف د حکومت د فهد اکرام قاضي سره په چلند نيوکې هم کړي دي.

وکيل او د بشري حقونو فعال شهاب خټک وايي، "اظهار رایې د هغوی قانوني او ائيني حق دی او د ائين ارټيکل ۱۹ د اظهار رایې اجازت ورکوي هغوی داسې کوم غلط کار نه دی کړی چې د ناوړه چلند قانون پرې ولګول شي".

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل "کوم خلک چې عدالتي فېصلې ته غلط وايي هغوی د قانون سرغړونه کوي".

د پخواني پوځي امر پرضد د ائين ماتولو د غدارۍ د مقدمې دپاره جوړ ځانګړي عدالت په ۱۷م دسمبر پروېز مشرف ته د مرګ سزا اورولې وه.

د پاکستان پوځ دغې سزا ته په غبرګون کې ويلي ؤ چې دې فېصلې په پوځ کې درد او غصه راپارولې او زياته کړې يې وه چې پروېز مشرف غدار نه شي کېدی.

د ياد ځانګړي عدالت مشر جسټس وقار احمد سېټهـ په فېصله کې ويلي ؤ چې پروېز مشرف دې راوستی شي او که هغه مړ ترلاسه شو هغه دې راښکل شي او د اسلام اباد په ډي چوک کې دې درې ورځې وځړول (اوېزان) کړل شي.

په پاکستان کې سياسي ګوندونو د پروېز مشرف پرضد راغلې فېصلې هرکلی کړی خو د تحریک انصاف حکومت د جسټس وقار احمد سېټهـ په پرېکړه کې د ۶۶م پېراګراف د ځړولو خبرې ته ناوړه ويلي او زياته کړې يې وه چې د ياد قاضي پرضد به سپريم جوډيشل کونسل ته ځي.

ځانګړې ویډیوګانې

د ترکي صدر په انقره کې ځانمرګي برید ناکامه بللی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG