لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوشل مېډیا جنید حفیظ ته د مذهب د سپکاوي په تور د مرګ سزا غندل شوې ده


واشنګټن ــــ د پاکستان د پنجاب صوبې په ملتان ښار کې د مذهب د سپکاوي په تور د بهاالدين ذکريا پوهنتون مخکیني استاد جنېد حفيظ ته د مرګ سزا د فېصلې په ضد په سوشل مېډيا تاوده بحثونه پیل شوي دي.

د بشري حقونو فعالينو او د مدني ټولنو يو شمېر غړو په ټویټر د دغې فېصلې په ضد سخت غبرګون ښودلی او ويلي يې دي په پاکستان کې يو وارې بيا د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون د شخصي نفرتونو او ذاتي ګټو لپاره کارول شوی دی.

د پيپلز پآرټۍ يو مشر او د پاکستان د سېنټ غړي فرحت الله بابر په خپل ټوېټر ليکلي:

"څوک دې ماته ووايې چې د جنيد حفيظ د مقدمې فېصله په انصاف شوې ده؟ د هغه د قېد په وخت په پينځه کالو کې اته ججان بدل کړی شول، د هغه وکيل په ډزو و وژل شو، چې قاتلان يې ازاد ګرځي او بل څوک وکيل د هغه د مقدمې وکالت ته له وېرې غاړه نه ږدي، هيله مند يو چې دغه فېصله په اپيل کې بدله کړل شي".

د نوبل انعام ګټونکې ملالې يوسفزۍ پلار او د مدني ټولنې فعال ضياء الدين يوسفزي هم پخپل ټویټر د دغې فېصلې په ضد خپل نظر ورکړی او ليکلي یې دي:

"زه په دغه فېصله حق حېران شوم، زه د يو مسلمان په حیث په دې قانع يم چې د پاکستان د مذهب د سپکاوي قانون د اسلام د بنيادي روح او د پېغمبر اسلام ص د تعليماتو په ضد دی".

يو بل فعال عمار علي جان په خپل ټویټر ليکلي:

"جنېد حفيظ د امريکا نه پاکستان ته د دې لپاره راغلی وو چې د خپل ملک خدمت وکړي خو د هغه نه سوځېدونکو ملګرو هغه ته د مذهب د سپکاوي دام کښېښود، هغه شپږ کاله د دروغو په تور د تنهايۍ زندان تېر کړ او اوس ورته د پانسۍ سزا واورول شوه".

د مدني ټولنې يوې بلې فعالې رابعه محمود هم د مذهب د سپکاوي د دروغو په تور جنېد حفيظ ته د پانسۍ د سزا ورکولو په عدالتي فېصله ټکونه کړي او ليکلي يې دي:

"د ملتان عدالت د بهاؤالدين ذکريا يونيورسټي يو استاذ ته د مذهب د سپکاوي په تور د شپږو کالو د قېد وروسته د پانسۍ سزا اورولې، دا د انصاف کوم شکل دی؟"

په سوشل مېډيا اکثرو خلکو د دغې فېصلې په ضد خپل غبرګون ښودلی، ردا علي نومې د ټوېټر په اکاؤنټ ليکل شوي:

"دا لا څنګه ملک دی چرته چې په هسپتالونو خلک حمله وکړي او په رڼا ورځ د مريضانو نه اکسيجن کټ کړي خو عدالتونه بيا همدغه ظالمان پرېږدي خو د مذهب د سپکاوي د دروغو په مقدمه کې يو بې ګناه تن د شپږ کالو قېد وروسته په دار خېژوي، ډېره د افسوس خبره ده".

د راپورونو ترمخه تېره ورځ د ملتان په مرکزي زندان کې دغه فېصله اورول شوې او ويل شوي په ملزم د مذهب د سپکاوي تورونه ثابت شوي او د 295 سي د مادې لاندې هغه ته د مرګ سزا اورول شوې ده.

حفيظ ته د مذهب د سپکاوي د مادو لاندې د عمر بند او لس کاله بند سره د پينځه لکه روپو جرمانه هم اورول شوې ده. دغه فېصله د ملتان ایډيشنل سيشن جج کاشف قيوم اورولې ده.

په جنېد حفيظ تور وو چې په ټولنيزو رسنيو يې د مذهب د سپکاوي يو پوسټ شريک کړی او بيا په 2013م کال هغه په لاهور کې نيول شوی وو.

د حفيظ وکيل اسد جمال ويلي په موکل يې د مذهب د سپکاوي تور د سازش لاندې لګول شوی دی. ويل شوي د مقدمې د اورېدنې په مهال د هغه وکيلان هم ځورول شوي او په 2014م کال د هغه يو وکیل راشد رحمان وژل شوی هم وو.

څېړونکي وايي په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون وخت په وخت د اقليتي ډلو په ضد د دښمنۍ په توګه کارول کېږي او دا چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په نوم اکثره بې ګناه خلک سزا کېږي یا وژل کېږي.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د دروغو په تور تېر کال د اپرېل په مياشت کې د مردان د عبدالولي خان پوهنتون يو طالبعلم مشال خان خپلو ملګرو وژلی وو. د بشري حقونو فعالين وايي د مشال په قتل کې ککړ ډېر کسان عدالت خوشي کړي دي.

همدغه ډول په 2011م کال د جنورۍ په څلورمه نېټه د پنجاب ګورنر سلمان تاثير خپل محافظ ممتاز قادري په اسلام آباد کې په ډزو وژلی وو. ممتاز قادري هم په دغه جرم کې پانسي کړل شوی دی.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په دغه لانجمن قانون کې د پوځي آمر جنرل ضياءالحق په وخت کې نورې سختې دفعې ور اچول شوې وې او رپوټونه وايي د 1987م کال نه تر 2017م کال پورې په نزدې 1500 کسانو د مذهب د سپکاوي مقدمې جوړې شوې وې او د سنټر فار سوشل جسټس نومې ادارې د رپوټ تر مخه تر اوسه پورې د دې لانجمن قانون لاندې 75 کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG