لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: که هند پر ګډه پوله څه پوځي اقدام وکړ نو جواب به ورکړل شي


واشنګټن ــــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان پرون د خپل دښمن هېواد په اړه نړۍ ته خبرداری ورکړی چې که هند د پاکستان پولې ته څېرمه هر ډول پوځي اقدام وکړي نو پاکستان به ورته مناسبت جواب ورکړي.

عمران خان دا خبرې د هندي پوځ د مشر بیپن روات د خبرو په جواب کې کړې دي. روات درې ورځې وړاندې ویلي وو، چې پوځ یې تیار دی او له پاکستان سره پر ګډه پوله یا لاین آف کنټرول باندې یې حالات کله هم خرابېدای شي.

عمران خان په څو پرله پسې ټویټونه کې ویلي، مخکې یې هم نړۍ ته خبرداری ورکړی او اوس بیا ورته وایي چې که هند خپلو کورنیو شخړو ته د پاملرنې پر ځای په هندي کشمیر کې عملیات وکړل، نو له پاکستان سره بې له دې چې جواب ورکړي بله لار نه شته.

"د مودي سرکار په تېر پینځه کلن حکومت کې د نسلي برترۍ د فاشسټې نظریې هندوتوا په سیوري د هند لوری د هندو راشټرا [د هندوانو سیاست] خواته واړول شو. د شهریت په قانون کې تر بدلون وروسته خو د هند کثرت پلوه خلک هم احتجاج ته را وتلي او هلته یو لوی تحریک پیلېدونکی دی".

د هند او پاکستان تر منځ دا خبرې په داسې وخت کې تبادله شوې چې په هند کې د شهریت د لانجمن قانون د منظورۍ په ضد د دې هېواد په خونړیو احتجاجونو کې تر اوسه لږ تر لږه د 15 کسانو د وژل کېدو او سلګونو نورو د نیول کېدو خبر ورکړل شوی دی.

عمران خان په هند کې روانو احتجاجونو ته په اشارې سره ویلي، چې هندي پوځ تازه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ځای پر ځای شوی چې وایي هلته د خلکو له پاڅون سره د حالاتو د خرابېدو اندېښنه ده.

عمران خان ویلي په هند کې له روانو احتجاجونو سره د پاکستان لپاره هم خطر ورځ په ورځ زیاتېږي، وایي د هندي پوځ مشر پخپلو وروستیو څرګندونو د پاکستان اندېښنه نوره هم زیاته کړه.

پاکستان څو ورځې وړاندې هم ويلي وو چې هندوستان په کشمیر کې یو شمېر راپاروونکي ګامونه اخیستې او د حملې لپاره یې هلته توغندي هم پر ځای کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د دسمبر په 19مه په یو ويډیویي پیغام کې ویلي وو، ملګرو ملتونو ته یې ویلي چې هند د سیمې امنیت ته خطرونه پېښ کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG