دپاکستان دسیاسي ګوند جمعیت علماء اسلام(ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دپخواني جنرال پرویز مشرف په ضد چې دمحکمې پرېکړه مخې ته راغله نو پوځ یو طوفان راپورته کړو خو کله چې په تیرو وختونو کې عدلیې دپخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو د تیزندۍ پرېکړه کړې وه نو هغه وخت پوځ ویل چې دعدلیې ترڅنګ ولاړه ده.
دخالي په ورځ پېښور کې یوې دستورې ته د وینا په مهال مولانا فضل الرحمان ویلي جنرال(ر) پرویز مشرف دا مهال دپوځ مشر نه بلکې دیو سیاسي ګوند مشر دی اؤ څنګه چې دنورو سیاستمدارانو په ضد دعدالتي پرېکړو هرکلی کیږي داسې باید دمشرف په ضد ورکړل شوې فیصله باندې هم نیوکې ونه شي.
د دوشنبې په ورځ دپاکستان یوې ځانګړې محکمې پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف ته ائین سره دغدارۍ کولو په دوسیه کې دمرګ سزا اورولې ده چې پوځ په دغه پرېکړه دوه ځل خپل دغصې اؤ خفګان ډک غبرګون ښکاره کړی دی.
پوځ پخپل غبرګون کې ویلي چې پرویز مشرف دهیواد دپاره جنګونه کړي دي هغه غدار نه شي کیدای اؤ دهغه په اړوند دمحکمې لخوا شوې پرېکړه کې کارول شوي توري د مذهب،انسانیت ،تهذیب اؤ اقدارو په ضد دي.
په پاکستان کې د وکیلانو مرکزي سازمان یا پاکستان بار کونسل دپوځي ویاند اصف غفور په دې بیانونو کلکې نیوکې کړي اؤ پخپله یوه اعلامیه کې یې ویلي چې دپوځ د ویاند څرګندونې دائین اؤ قانون ډاګیزه سرغړونه ده.
مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې دپرویز مشرف په اړوند څنګه بیانونه مخې ته راروان دي، دا د ادارو ترمنځ دجګړې په څېر وضعیت پیدا کوي اؤ په دې سنګینو حالاتو کې هرګام باید ډير په پام واخستل شي.
پوځ ته په اشارې کولو هغه ویلي” دلته یوازې یوه اداره ده چې ځان دنورو په پرتله تر ټولو زیات محب وطن ګڼي”
هغه وویل د پرویز مشرف په ضد په عدالتي پرېکړه د پوځ د ویاند غبرګون ناسم دی اؤ عمران خان دحکومت دحماقتونو له امله د پوځ په سرلښکر پسې هم خنداګانې کیږي