لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د صدارتي انتخاباتو ابتدائي نتایج اعلان شول ـ اشرف غني تر ټولو مخکې دی


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیشن د درېو میاشتو وروسته د ولسمشرۍ د شوؤ ټاکنو لمړۍ پائیلي اعلان کړي دي چې پکې اشرف غني وړومبی،عبدالله عبدالله دویم اؤ ګلبدین حکمتیار دریم مقام ګټلی دی.

دټاکنو دکمیشن مشرې حواعلم نورستانۍ د لومړیو پائیلو د اعلانولو په وخت ویلي په ترسره شوؤ ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني نهه لکه۳۳زره اؤ۸۶۸ رایې ګټلې چې دا ۵۰اعشاریه ۶۴ جوړیږي اؤ د نورو ټولو کاندیدانو په پرتله تر ټولو زیاتې رایې دي.

همدغه شان ډاکټر عبدالله عبدالله اوو لکه ۳۰ زره اؤ ۹۹ سلنه رایې ترلاسه کړي اؤ ټولتاکنو کې دویم مقام ګټلی دی.

دټولټاکنو دکمیشن له مخې په دې ټاکنو کې دحزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار ۷۰زره اؤ ۲۴۳،رحمت الله نبیل ۳۳۹۲۱،فرامرزتمنا ۱۸۰۴۴،نورالله جلیلي ۱۵۵۲۶،عبداللطیف پدرام ۱۲۶۰۸عنایت الله حفیظ ۱۱۳۷۴،حکیم تورسن۶۵۰۴،احمد ولي مسعود۳۹۴۳،شهاب حکیمي ۳۳۳۴،غلام فاروق نجرابي ۱۶۰۶ اؤ نور رحمان لیوال ۸۶۵ رایې ګټلې دي.

دتاکنو دکمیشن مشرې په کاندیدانو غږ کړی چې په په دې پائیلو کومه نیوکه لري نو په درېوؤ ورځو کې دننه باید خپلې نیوکې دنیوکو دکمیشن سره درج کړي.

دټولټاکنو دپائیلو داعلانیدو نه وروسته ولسمشر اشرف غني په ټوئټر لیکلي چې نن یکشنبه دکابل په وخت ماښام پینځه بجې به هغه قام ته وینا کوي اؤ دملت مننه به کوي چې په صبر سره یې پائیلو ته انتظار وکړو.

افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې دتیرې میزان دمیاشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې وې ددغو رائیو دشمیرلو په سر ګڼ شمیر جنجالونه رامنځته شوي وؤ .

داشرف غني مخالف کاندید عبدالله عبدالله تور لګولی ؤ چې اشرف غني غواړي دټاکنو نتیجې پخپل حق کې اعلان کړي اؤ‌ څو کرته د هغه پلویانو احتجاجونه هم کړي وؤ چې له دې امله دټاکنو پائیلې ځنډیدلې وې.

دټاکنو د پائیلو له اعلانیدو وروسته ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي په درغلۍ رامنځته شوی حکومت به هیڅکله ونه مني.

د عبدالله عبدالله دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، تر څو چې پاکې رایې له ناپاکو رایو څخه نه وي بېلي شوي د ټاکنو کمیشن لخوا د اعلان شوو رایو پایلې نه مني.

تر دې وړاندې چې کله هم اشرف غني په وړومبي ځل دافغانستان صدارتي ټولټاکنو کې بریالی اعلان کړل شوی ؤ نو عبدالله عبدالله د صدارتي ټاکنو د پائیلو منلو نه انکار کړی ؤ اؤ بیا دامریکا په منځکړتوب هغه ته داشرف غني په حکومت کې داجرائیه رئیس چوکۍ ورکړل شوې وه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG