د سعودي عرب يو عدالت د ژورنالسټ جمال خاشقجي په وژنه کې تورونو پينځه تنو ته د مرګ او درې نورو ته د بند سزا اورولې ده، خاشقجي تېر کال په استنبول کې د سعودي عرب په کونسلګرۍ کې وژل شوی ؤ.
د سعودي عرب څارنوال (پبلک پراسيکيوټر) د ګل، دوشنبې په ورځ د خاشقجي په وژنه کې تورونو کسانو ته د اورول شوې سزا ويلي دي.
څارنوال شلان الشلان ويلي په مقدمه کې د سعودي عرب د وليعهد محمد بن سلمان د نزدې مشاور سعود القحطاني نه هم پوښتنې شوي خو په هغه فرد جرم نه ؤ لګول شوی.
هغه ويلي د وژنې په مقدمه کې ۲۱ تنه نيول شوي او تپوسونه ترې شوي وو.
نوموړي په ياده مقدمه کې پينځه تنو ته د مرګ د سزا اورولو پخلی کړی خو دا يې نه ده په ډاګه کړې چې دا کسان څوک دي.
د سعودي عرب په وليعهد محمد بن سلمان تنقيد کوونکی جمال خاشقجي د کال ۲۰۱۸م د اکتوبر په مياشت کې په استنبول کې د سعودي عرب کونسلګرۍ ته تلی او هلته وژل شوی ؤ.
سعودي عرب اول دغه ادعاوې رد کړې چې خاشقجي په کونسلګرۍ کې وژل شوی دی.
د ملګرو ملتونو لخوا د عدالت پرته وژنو په اړوند رپوټ کې ویل شوي ؤ چې باوري ثبوتونه لري چې د شهزاد سلمان د خاشقجي په وژنه کې لاس ؤ.
او د امريکا مرکزي استخباراتي ادارې هم ويلي ؤ چې وليعهد د خاشقجي د وژلو حکم کړی ؤ.
محمد بن سلمان وروسته منلي ؤ چې هغه د خاشقجي د وژلو اخلاقي زمه واري قبلوي ځکه د هغه د واک په وخت کې دغه کار شوی دی.