لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نریندر مودي اشرف غني ته ټولټاکنو کې په ګټه مبارکي اؤ دهند دسفر بلنه ورکړې ده


دهند صدر اعظم ښاغلي نریندر مودي افغان ولسمشر اشرف غني ته د ولسمشرۍ دټاکنو لمړیو پائیلو کې په بریالي توب ترلاسه کولو مبارکي ورکړې اؤ باور یې ورکړی چې هند د افغانستان د دوست، ګاونډي او د نړۍ د لوی ډیموکراسۍ په توګه د افغانستان د ولسواکۍ هراړخیز ملاتړ کوي.

د سه شنبې په ورځ دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني په ټوئټر لیکلي نریندر مودي ورسره دټیلي فوني له لارې اړېکه نیولې اؤ د ولسمشرۍ ټاکنو کې په بریالیتوب دمبارکۍ تر څنګ یې دافغانستان دسفر بلنه هم ورکړې ده.

ښاغلي غني ویلي په یو مناسب وخت کې به هند ته سفر وکړي اؤ ددغه سفر پرمهال به د یو لړ سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه هندي چارواکو سره له نږدې خبرې اترې وکړي.

اشرف غني زیاتوي مودي ورته ویلي چې” موږ د سولې پروسې ترڅنګ د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې هم د افغانستان ترڅنګ یو”

هغه ویلي‌ د ولسواک، پرمختللي او باثباته افغانستان لپاره زموږ مرستې او ژمنې پرځای دي.

د ولسمشر غني په وینا “د افغانستان د خلکو په استازیتوب مې د هند لومړي وزیر څخه نه یوازې د ښه ګاونډي او دوست، بلکې د ستراتیژیک ملګري په توګه د هند د همېشني ملاتړ قدرداني وکړه او ورته ومې ویل چې د اساسي قانون تطبیق ته ژمن یو”

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېشن اوړمه ورځ نزدې د درېو میاشتو وروسته د ولسمشرۍ د شوؤ ټاکنو لمړۍ پایلي اعلان کړي وې چې پکې اشرف غني وړومبی،عبدالله عبدالله دویم اؤ ګلبدین حکمتیار دریم مقام ګټلی دی.

د ټاکنو د کمېشن ترمخه په ترسره شوؤ ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني نهه لکه۳۳زره اؤ۸۶۸ رایې ګټلې چې دا ۵۰اعشاریه ۶۴ جوړیږي اؤ د نورو ټولو کاندیدانو په پرتله تر ټولو زیاتې رایې دي.

همدغه شان ډاکټر عبدالله عبدالله اوو لکه ۳۰ زره اؤ ۹۹ سلنه رایې ترلاسه کړي اؤ ټولتاکنو کې دویم مقام ګټلی دی.

د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د خارجه وزارت استازې اېلس وېلز وایي د افغانستان صدارتي انتخابات که هرڅوک هم وګټي، ورته په کار ده چې د پراخ بنسټه ادارې او مذاکراتي ټیم دپاره سنجیده ګامونه اوچت کړي.

XS
SM
MD
LG