لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په بلوچستان کې اوس بېنکونه په پور پيسې ورکوي خو خلک پور نه اخلي


واشنګټن ـــ د بلوچستان چيمبر آف کامرس مرستيال مشر بدرالدين کاکړ وایي د هر کاروبار لپاره د سرمايې ضرورت وي او دا ضرورت پورل کول د سرکاري او غير سرکاري بېنکونو ذمه واري وي.

د ښاغلي کاکړ په وينا په بلوچستان ايالت کې بېنکونه اول په اسانه شرطونو خلکو ته پورونه نه ورکول خو اوس چې پورونه ورکوي اوس خلک دې ته جوګه نه دي ولې چې د پور پر ورکولو بېنکونو ډېر زيات سود ايښی دی چې پور اخيستونکي ته يې ګټه کمه دہ.

د بدرالدين کاکړ په وينا په ايالت کې د خلکو د روزګار لپاره ضروري ده چې بېنکونه د خلکو د مرضۍ په شعبو کې په اسانه شرطونو باندې پور ورکړ‎ي. ښاغلي وويل:

"بېنکونه د زراعت او فابريکو، کورونو او موټرانو اخيستلو په ترڅ کې خلکو ته پور ورکوي خو چې د بلوچستان خلکو ته د ټرانسپورټ لپارہ “لويو بسونو او ټرک لاريو د اخيستلو په غرض هم په پور پېسې ورکړل شي دا به زياته سودمنه وي".

د اقتصادي چارو کارپوه او د اسلامي بېنک جنرل منېجر نعيم خان وي او اې ډيوه ته وويل چې په بلوچستان ايالت کې شل ته نيژدې بېنکونه په سلګونه څانګې لري چې په لويو او د کاروبار په ښارونو کې خلکو ته په پور پيسې ورکوي.

د ښاغلي په وينا د سود کچه د لوړېدو له امله خلک اوس پور نه اخلي، د نعيم خان په وينا که حکومت د سود شرحه کمه کړي په دې کې د حکومت او خلکو دواړو ګټه ده، ولې چې په زيات شمېر به خلک له بېنکه ډېرې روپۍ په پور اخلي او دا روپۍ به په کاروبار کې وکارول شي هم دا ډول به پيسه په استعمال کې راشي او ګټه به يې حکومت او خلکو دواړو ته ورسيږي.

ياده دې وي چې د پاکستان د مرکزي سټېټ بېنک له خوا په خپاره کړل شوي تازه راپور کې ليکل شوي چې په روان مالي کال کې د سرمایه کارانو او ولسي وګړو له خوا له بېنکونو په پور پېسو اخيستلو کې 71 فيصدہ کمي راغلې ده.

په راپور کې ليکل شوي چې د روان کال له جولای مياشتې د نومبر تر مياشتې پورې څه له پاسه 88 اربه روپۍ شخصي پور اخيستل شوی خو په 2018م کال کې په ياده موده کې 400 اربه قرض يا پور اخيستل شوی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

XS
SM
MD
LG