لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د مذهبي ازادۍ په اړوند د امریکا رپوټ رد کړی


پاکستان د امریکا هغه رپوټ رد کړی چې پکې امریکې د مذهبي ازادۍ په اړوند د پاکستان نوم بيا د څار په نوملړ کې اچولی دی.

د امريکې د بهرنيو چارو وزارت په وروستيو کې د پاکستان په ګډون د څو نورو هېوادونو نومونه د مذهب د ازادۍ د څار په نوملړ کې شامل کړی چې په دغو هېوادونو کې د مذهبۍ ازادۍ سرغړونې کيږي.

پاکستان د امریکا دغې ګام ته يو طرفه ويلي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ويلي،"امریکايي اعلان نه يواځې د پاکستان د ځمکنيو حقیقتونو سره سمون نه خوري بلکې په روڼتيا يې سوالونه راپورته کيږي".

امریکې د پاکستان نه علاوه چين، ايران، سعودي عرب، برما، شمالي کوريا، تاجکستان، ترکمانستان او اريټيريا هم په دغه نوملړ کې شامل کړي وو.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو ویلي ؤ د ټرمپ انتظاميه مذهبي ازادۍ ته په خپله بهرنۍ پاليسۍ کې لمړيتوب ورکوي.

هغه ويلي په ګرده نړۍ کې د مذهب او عقيدې په نوم زور زياتي کيږي، امريکا د مذهبي ازادۍ دپاره اود سرغړونو د مخنيوي په لړ کې په تندۍ سره کار کوي.

پاکستان ويلي امریکا چې د کومو هېوادونو نومونه په ګوته کړي دا د هدف جوړولو برابر دي، او دا رويه مذهبي ازادۍ ته د ودې ورکولو په مقصد ترلاسه کولو ملاتړی نه ګرځي.

د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ويلي په پاکستان کې د ګڼو مذهبونو سره تعلق لرونکي خلک اوسيږي او ټولو عقيدو لرونکو ته د ائين لاندې تحفظ ترلاسه دی.

پاکستان دا هم ويلي چې د هېواد اعلی عدليې داسې فېصلې اورولي چې پکې د لږکيو د عبادت ځايونو ته د درناوي سره دوی ته د تحفظ ورکولو حکمنامې هم شامل دي.

پاکستان په خپل دریځ کې دا هم ويلي چې په دغه نوملړ کې د هند نوم نه ور اچول چرته چې د مذهبي ازادۍ سرغړونې کيږي، دا د تعصب څرګندونه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG