لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: ملاله یوسفزۍ د دې لسيزې تر ټولو مشهوره جينۍ ده


Malala
Malala

ملګرو ملتونو د جينکو د تعليم مبارزه ملاله يوسفزۍ د دې لسيزۍ تر ټولو مشهوره جينۍ ګرځولې ده.

ملګرو ملتونو ويلي چې د يوېشتمۍ صدۍ د ۲۰۱۰ څخه ۲۰۱۹ پورې ليسزه په درېو برخو وېشل شوې چې پکې د ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۳م پورې موده باندې تمرکز يا توجه ساتل شوې ده.

په ياده موده کې د جينکو د تعليم دپاره د ملاله يوسفزۍ مبارزه، په هېټي کې راغلې زلزله او د شام شخړه ياده کړی شوې ده.

ملګرو ملتونو ويلي ملاله يوسفزۍ په کم عمرۍ او د طالب علمۍ په وخت کې د جينکو د تعليم په حق کې او د طالبانو د ظلمونو پرضد غږ راپورته کړی دی.

ملاله يوسفزۍ چې د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ ښايسته سيمې سوات سره تعلق دی په کال ۲۰۱۰م کې هغه وخت ښکاره شوه چې د امريکې نیويارک ټايمز د هغې په ژوند ډاکومينټري یا فلم جوړ کړو.

ملالې به په سوات کې د تندوره طالبانو د واک په وخت کې هلته روان حالات او د جينکو د تعليم حال د بي بي سي دپاره د بلاګ په شکل کې د ګل مکۍ په نوم وړاندې کول.

هغه په کال ۲۰۱۲م کې طالبانو هغه وخت په ډزو وويشته چې د سکول په ګاډي کې د نورو جینکو سره روانه وه. هغه په سر ويشتل شوې خو بچ پاتې شوه.

په ملاله یوسفزۍ شوی برید په ګرده نړۍ کې په پراخه کچ غندل شوی ؤ.

د ملګرو ملتونو ترمخه په دغه کال د بشري حقونو په نړیواله ورځ په پېرس کې د ملګرو ملتونو د تعليم، سائنس او کلتور څانګې يونيسکو په مرکزي دفتر کې ملاله يوسفزۍ ته پيروزنې وړاندې کړی شوې او سپارښتنه شوې وه چې د جينکو سکول ته تګ، او د جينکو د تعليم حق دې په بېړنۍ توګه ومنل شي.

ملالې ته له دې وروسته په نړیواله کچه اېوارډونه ورکړی شوي او په کال ۲۰۱۴ م کې يې د هند کيلاش سيتهيارتي سره په ګډه د سولې نړیواله جايزه نوبېل انعام هم ګټلی ؤ.

ملاله په کال ۲۰۱۷م کې د ملګرو ملتونو د سولې او په ځانګړي ډول د جينکو تعليم استازې جوړه کړی شوې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG