لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلخ موټري بمي چاودنه کې دپوځ شپږ سرتیري وژل شوي دي


چارواکي وایي دافغانستان په بلخ ولایت کې دملي پوځ یوې اډې ته څېرمه دموټري بمي چاودنې له امله دپوځ شپږ سرتيري وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

دافغانستان ددفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان امریکا غږ اشنا ته د زیارت/پنجشنبې په ورځ ویلي دغه چاودنه دبلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې چربانګ مهال شوې ده چې د ملي اردو شپږ سرتیري پکې وژل شوي.

ددې برید پړه تر اوسه کومې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو هغه ددغه برید پړه دطالبانو پغاړه اچولۍ اؤ ویلي یې دي دچاودنې نورې پلټنې روانې دی.

په دې وروستیو کې دافغانستان بیلابیلو سیمو کې په بهرنیو اؤ افغان ځواکونو د بریدونو ترڅنګ د مائنونو چاودنې هم سیوا شوي چې پکې تر دې دمه په شلګونو کسان وژل شوي اؤ سوونو نور ژوبل شوي دي،

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو ویلي افغانستان کې دتېرو څلورو کالو په مهال د امنتیت دخرابې وضعې له امله دماشومانو دحقونو څخه دسرغړونو ۱۴۰۰۰ نه زیاتې پېښې مخې ته راغلي چې په دې کې زیاتره ماشومان دمائنونو په چاودنو اؤ د جنګي ډلو اؤ امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي

دملګرو ملتونو د راپور له مخې د تیرو څلورو کلونو په پرتله افغانستان کې دماشومانو وژنې ۸۲فیصدي سیوا شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG