لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روس داسې ميزايل فعاله کړی چې د غږ نه هم ډېر ګړندی ځي


روس يو داسې بېن البراعظمي میزايل پوځ ته سپارلی چې د غږ نه ۲۷ چنده تېز ځي او هدف په نخښه کولی شي.

د روس د دفاع وزير سرګئ شوګو ويلي د دې وسلې سره به د روس جوهري توان نور سېوا شي.

د روس صدر ولاديمير پيوټن د اېون ګارډ هائپرسونک ګلايډ وهيکل ميزايل ټېکنالوجۍ ته غټ پرمختګ ويلی او زياته کړې يې ده دا کار داسې دی څنګه چې سویت یونين په کال ۱۹۵۷ کې لمړی سيټلايټ هوا ته روان کړی ؤ.

دغه ډول وسله چې د چين سره هم موجود ده د دفاعي چارو کار پوهان وايي دا میزايل د امریکا دپاره د اندېښنې وړ ګرځېدی شي.

ويل شوي د روس دا ميزايل د بېلسټک ميزايل سره هم داغل کېدی شي او زياته کړی شوې دا میزايل په هوا کې د اړخونو بدلولو توان لري او په هدف کول يې اسان نه دي.

سرګۍ شوګو، صدر پيوټن خبر کړی چې دغه ميزايل پوځ ته سپارل شوی او وروسته یې په دغه پرمختګ او کاميابۍ پوځ او قوم ته اومبارکي ويلې ده.

صدر پيوټن په کال ۲۰۱۸م کې په يوه وېنا کې په راتلونکې کې د نوؤ وسلو د نظام په اړوند خبرو کې د اېون ګارډ ميزايل ښکاره کړی ؤ.

هغه ويلي ؤ د دې ميزايل په هوا کې د اړخونه بدلولولو توان ځانګړتیا لري.

د روس د پوځ په وېنا دا ميزايل د اواز د غږ نه ۲۷ چنده تېز ځي او د دوه مېګاټنه جوهري وسلې وړلو توان لري.

XS
SM
MD
LG