لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: ايران له خپلو خلکو وېرېږي او بيا یې له تشدد سره انټرنېټ هم پرې بند کړی


واشنګټن ــــ د امريکې خارجه وزير مايک پمپيو په ايران تنقید کړی چې په نومبر کې د وژل شوو مظاهره چيانو په ياد کې را جمع شوو خلکو باندي یې تشدد کړی او په خپلو خلکو يې د تشدد سره سره په هغوی انټرنېټ هم تړلی دی.

د نومبر په مياشت کې په ايران کې په زرګونو خلکو د تېلو د ګرانۍ په ضد احتجاجونه کول چې د ايران د حکومت لخوا پرې تشدد شوی وو.

خارجه وزير مايک پمپيو د جمعې په ورځ په يو ټويټ کې ليکلي، د ايران ولس حق لري چې د خامنايي له خوا د وژل شوو 1500 ايرانيانو لپاره هم غږ پورته کړي. ښاغلي پمپيو نېغ په نېغه د ايران په روحاني مشر آيات الله علي خامنايي تورونه ولګول، چې فیصله یې په ايران کې د هرې سياسي او مذهبي کشالې آخيري او د منلو وړ فېصله وي.

په ايران کې د نيم سرکاري خبري اېجنسۍ اېرنا تر مخه د زيارت- پنجشنبې په ورځ کېدونکو مظاهرو نه وړاندې د ايران حکومت په اکثرو صوبو کې انټرنټ د شورو په ورځ تړلی وو.

په ايران کې رپوټونه وايي د ايراني امنيتي ادارو د کراج په هغه قبرستان کې يو شمېر خلک نيولي هم دي چې په نومبر کې یې د حکومت لخوا په تشدد کې د وژل شوي خپل يو ملګري د څلوېښتۍ لمانځولو تيارۍ کولې.

خارجه وزير مايک پمپيو ويلي د ايران حکومت د خپلو خلکو نه ويريږي او يو وار يې بيا د خپلو خلکو سره تشدد ته لاس اچولی او په خپلو وګړو يې انټرنېټ بند کړی دی.
امريکا وايي د ایران امنيتي ادارو د نومبرپه مياشت کې د مظاهره چيانو په ضد د يرغل په وخت د 1000 نه زيات خپل وګړي په تشدد وژلي دي.

راېټرز خبري اېجنسي د ايران د يو نامعلومه چارواکي په حواله ويلي په نومبر کې د مظاهرو په وخت په حکومتي يرغل کې 1500 کسان وژل شوي دي، ولې د دغې شمېر په سرکاري توګه پخلی نه کېږي.

د بخښنې نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنېشنل ويلي په دغه مظاهرو کې لږ تر لږه 304 کسان وژل شوي او په زرګونو نور ژوبل شوي وو، ايران د بشري حقونو د ادارو دغه شمېرې رد کړي خو پخپله يې هم په دغو مظاهرو کې د وژل شوو مظاهره چيانو سرکاري شمېرې نه دي خپرې کړي.

په ايران کې د نومبر په 15 نېټه د تېلو د ګرانۍ په ضد په زرګونو مظاهره چيانو مظاهرې کولې چرته چې د امريکا لخوا د سنګينو اقتصادي بنديزونو د لاسه اقتصاد ډېر غورځېدلی دی.

ايران د امريکا د مخکیني صدر بارک اوباما په وخت کې د امريکا او نړۍ د نورو پینځو هېوادونو سره د جوهري پروګرام په اړه تړون کړی وو خو صدر ټرمپ امريکا د دغې تړون نه بهر کړې او په ايران يې نور سنګين بنديزونه لګولي دي.

هر څه که امريکا د ايران سره د جوهري تړون نه بهر شوې ده خو ايران وايي دوی تړون يواځې د امريکا سره نه دی کړی او وايي امريکا په خپل سر دغه لوظنامه نه شي ختمولی، ترڅو چې د نړۍ نورو طاقتونو د دغه تړون نه د وتلو فېصله نه وي کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG