واشنګټن ــــ د افغان طالبانو ځینو سرچینو نړیوالو رسنیو ته ویلي دي چې طالب مشران پخپله وروستۍ غونډه کې پر دې سلا شوي چې په افغانستان کې را روانه اوونۍ د سولې د خبرو تر تړون مخکې د لنډ وخت لپاره جګړه و دروي.
د امریکا مشهورې ورځپاڼې وال سټریټ جرنل د یو طالب چارواکي له خولې لیکلي، طالبانو د تېرې چارشنبې- شورو له ورځې راهیسې د بلوچستان په کوټه ښار کې له امریکې سره د اوربند په تړاو خپلمنځي ناسته کړې ده.
مشهور افغان خبریال او سیاسي څېړونکي سمیع یوسفزي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبان لږ تر لږه د اوو ورځو او زیات له زیاتو د لسو ورځو پر اوربند سلا شوي دي چې یواځې په لویو ښارونو کې به عملي کېږي، خو وایي د اوربند وروستۍ پرېکړه به د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا کېږي.
سمیع یوسفزی لیکي، "لنډ مهاله اوربند د طالبانو لپاره یو ستر ازمیښت دی امریکا به وګوري که د اوربند په موده کې کوم برید تر سره نه شو امریکا به باوري شي چې طالبان یو قوت او یو واک دی له طالبانو سره به توافقنامه امضا کړي دا اوربند به د افغانستان د سولې لپاره عمومي کړکۍ خلاصه کړي".
د وال سټریټ رپوټ وايي ټول طالب مشران تر بحث او سلا مشورو وروسته د یوې اوونۍ پر اوربند سلا شوي دي چې وایي کېدای شي د نوي کال له پیل سره عملي شي او د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د تړون لاسلیک کولو ته موقع برابره کړي.
په رپوټ کې راغلي چې له جنګ بندۍ سره سم به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر هم وټاکل شي او د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره به تر تړون وروسته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات هم پیل شي.
په افغانستان کې د سولې د مطالعاتو د موسسې مشر خلیل الله ساپي هم له امریکا ږغ سره په خبرو کې ویلي چې طالبانو د اوربند پرېکړه په پېښور او کوټه کې پخپلو وروستیو غونډو کې کړې ده:
"د طالبانو د سیاسي کمیشن درې کسیز پلاوی د شهاب الدین دلاور په مشرۍ یوه اوونۍ مخکې پاکستان ته تللی وو، په پېښور او کوټه کې یې د طالبانو د رهبرۍ له غړو او د علماوو له شورا سره لیدلي او دوې ورځې مخکې په یوه عمومي غونډه کې دوی پخپل منځي اووه ورځني اوربند هوکړه کړې ده".
طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د اوربند په اړه خبر نه دی تایید کړی، خو ځینو رسنیو د طالبانو د پخواني مشر سید اکبر اغا له خولې ویلي، چې طالبان لا تر اوسه پر دې نه دي سلا شوي چې د لنډ وخت او که اوږدمهالی اوربند وکړي.
افغان حکومت او امریکا هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو سرچینې وایي چې که طالبان اوربند وکړي نو په غبرګون کې به یې افغان حکومت هم د طالبانو په ضد په ټاکلې موده کې جګړه و دروي.
د طالبانو او امریکا تر منځ تر څو میاشتني ځنډ وروسته خبرې د روانې میاشتې په لومړیو کې بیرته پیل شوې خو د دسمبر له 13مې راهیسې د نوي کال د رخصتیو لپاره مذاکرات په ټپه درېدلي چې زلمي خلیلزاد ورته لنډمهاله وقفه ویلې ده.