په پاکستان کې روانه میاشت د پوليو ضد څاڅکو ورکولو د کمپاين په اړوند چارواکي وايي، کامياب کمپاين يې کړی که څه هم دوه لاکه ماشومان د څاڅکو څخه پاتې شوي دي.
په پاکستان کې سږ کال (۲۰۱۹) کې د پوليو ټولې ۱۱۷ پېښې رپوټ شوي دي.
د پوليو د مخنيوي د پروګرام چارواکي وايي د ۱۶ دسمبر نه پېل شوی پينځه ورځني کمپاين کې يواځې دوه لاکه ماشومان د پوليو څاڅکو نه پاتې شوي دي.
د بېړنو عملیاتو د قومي مرکز رابطه کار ډاکټر رانا صفدر ويلي، "د روان کال اپرېل په میاشت کې دوه نيم ملينه ماشومان د پولیو څاڅکو څخه پاتې شوي وو او په دې وروستي کمپاين کې دا شمېره دوه لاکه ته راټيټه شوې ده".
د اپرېل په مياشت کې د پوليو د کمپاين په مهال پېښور کې ويل شوي ؤ چې د پوليو څاڅکو ماشومان ناروغه کړي خو وروسته دغه دعوې دروغژنې ګرځول شوې وې.
اپرېل کې د پوليو ضد روان کمپاين په مهال په بونېر ضلع کې د پولیو ټيم ساتونکی پوليس هم وژل شوی ؤ.
په اپرېل کې په پاکستان کې د پوليو پېښو شمېره اته وه.
په خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام د چارواکو په وېنا د دسمبر د مياشتې په وروستني کمپاين کې په صوبه کې ۷۰ زره ماشومان د څاڅکو څخه پاتې شوي او ۷۰ زره بيا داسې ؤ چې هغه د څاڅکو ورکولو په وخت په ځای نه دي ترلاسه شوي.
روان کال په ملک کې د پوليو مخې ته راغلو ۱۱۷ پېښو کې ۸۳ يواځې په خېبرپښتونخوا کې رپوټ شوي دي.
د خېبرپښتونخوا په لکي مروت کې ۲۹ او بنو کې ۲۵ پېښې مخې ته راغلي دي.
روانه میاشت د پولیو ضد څاڅکو د کمپاين په مهال په کوز دير کې د پوليو ټيم ساتونکي دوه پوليس وژل شوي او تحريک طالبان پاکستان يې زمه واري منلې وه.
وروسته پوليس ویلي بريدګر يې نيولي دي.
چارواکي وايي دا وخت په خېبرپښتونخوا کې د ۲۳ دسمبر نه ۱۰ جنورۍ پورې د ټيکو کمياین روان دی چې پکې د لسو ناروغيو سره د پوليو کمپاين هم چلولی شي.