لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې بنديوان طالبان د سولې خبرو ته په تمه دي چې دوی به خوشي شي


په افغانستان کې په زرګونو بنديوان طالبان د دې انتظار کوي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې وشي او دوی خوشي شي.

په افغانستان کې په جېلونو کې بنديوان طالبان ګڼي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د روغې خبرې کيږي دوی به د جېلونو څخه خوشي شي او په افغانستان کې ۱۸ کلنه جګړه به ختمه شي.

اېسوسي اېټډ پرېس دا خبر په داسې حال کې خپور کړی چې دوه ورځې وړاندې يادې ادارې د طالبانو د ځينې مشرانو له قوله د اوربند خبر خپور کړی خو پرون د ګل، دوشنبې په ورځ طالبانو دغه خبر رد کړی او ويلي يې دي دا هيڅ حقيقت نه لري.

اېسوسي اېټډ پرېس د بنديوانو طالبانو په اړوند په خپور کړي خبر کې ويلي طالبانو د ۵۰۰۰ بنديوانو فهرست امریکايانو ته ورکړی چې د کومې روغې د خبرو په تړون کې دوی شامل کړی شي.

د نوم نه ښکاره کولو په سر يو طالب مشر ويلي امریکا او د افغانستان حکومتي چارواکو هم ويلي چې د روغې په تړون کې به بنديوان خوشي کولی شي.

اېسوسي اېټډ پرېس ويلي د کابل په ختيځ کې په پل چرخي زندان کې يې د ۱۲ نه د سېوا طالب زندانيانو سره مرکې کړي دي.

بندي طالبان وايي دوی به دې ځل له د تېر په څېر نه وي دوی اوس هم اسلامي نظام غواړي خو هغه رنګ سختي به نه کوي لکه د جينکو په تعليم او ښځو په کار کولو بندېز لګول.

يو بنديوان مولوی نياز محمد ويلي،"مونږ غواړو چې ښځې تعليم وکړي، انجينيرانې شي مونږ غواړو چې ښځې په هره اداره کې کار وکړي خو چې د اسلام په اساس وي".

د خبري ادارې ترمخه طالبان په افغانستان کې په زندانونو کې داسې انتظام لري چې په ټولو صوبو کې يې څومره بنديوان دي، څومره ناروغه او څومره مړه دي.

د خبري ادارې په رپوټ کې ويل شوي چې پل چرخي زندان چې په کال ۱۹۷۰ کې جوړ شوی د ۵۰۰۰ بندیوانو دپاره ؤ خو دا وخت پکې ۱۰زره او ۵۰۰ بنديوان بندي دي چې پکې درې زره طالبان هم دي.

د تېرکال راهسې طالبانو او امریکا په قطر کې د سولې خبرې پېل کړې وې او دواړو خواؤ دعوه کړې وه چې د سولې یو غوڅ تړون ته هم نزدې شوي دي خو څه د پاسه درې میاشتې په مخه کابل کې په یوه چاودنه کې د یو امریکایي عسکر په ګډون د ۱۲کسانو د وژل کېدو له امله د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د سولې دغه خبرې ختمې کړې وې.

په ۲۹م نومبر کابل ته د خپل یو ناڅاپي سفر په مهال د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي ؤ چې طالبان اوس سولې او اوربند دواړو ته چمتو شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG