لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په نيويارک کې د نوي کال دستوره "ډراپ بال" ترسره کېږي


د نوي کال د هرکلي لپاره د امريکا نيويارک ښار ته په لکونو سېلانيان د ملک د ګوټ ګوټ نه ورغلي دي.

د نوي کال د شروع کېدلو لويه دستوره به د ښار په ټايمز سکوېر سيمه کې کېږي او په دغه ځای کې به د سېلانيانو سره سره ځايي خلک د تاريخي بال د راغورځېدلو سره سم د نوي کال شروع په ګډا او نورو خوندونو کوي، او ورسره به يو بل ته دنوي کال مبارکيانې ورکوي.

په ټايمز سکوېر کې به دغه بال د شپې دولس بجې د کاونټ ډاون يعنې د لسو نه تر يو پورې د شمار سره ښکته راغورځېدل شروع کېږي او هم دې سره به د نوي کال د هرکلي ځانګړې دستوره پای ته رسي.

ددې دستورې نه وړاندې به د ګډا او موسيقۍ خوندور مرکزي محفل هم دغلته جوړېږي چې تر څنګ يې نور يو شمېر واړه واړه محفلونه په ټول ښار کې روان دي.

د "بال ډراپ" يا د بال د راغورځېدو شروع د کال ۱۹۰۷م نه د نيويارک ټايمز اخبار نوې ودانۍ ته د منتقل کېدو په وخت شوې وه.

د دې دستورې پېل د نيويارک ميئر او يو خصوصي مېلمه کوي څوک چې د بټن له لارې د "کاونټ ډاون" پېل کوي.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه دا دستوره په کروړونو خلک په خپلو کورونو کې د ټي وي له لارې هم ګوري او دې غونډې ته شاوخوا لس لکه خلک ځان رسوي، چرته چې هغوي تر دولسو ساعتو نه زيات په قطارونو کې ولاړ وي.

په ټایمز سکوایر کې یو سیلاني انتهوني وي او ای ډيوه ته وویل چی هغه د نوي کال دې نظارې کتلو له د اسټرېليا نه راغلی چې د نوي کال دا شپه او د بال غورځېدلو دا دستوره وګوري ځکه چې دا په نړۍ کې تر ټولو لويه دستوره ده.

د دده په وينا چې دا ځل موسم ډېر يخ دی خو بيا هم په ګڼ شمېر کې د سېلانيانو راتګ د دې دستورې خوند لا زياتوي.

يوه بله سېلانۍ کيتهي وايي چې هغه له تېرو دوه کالو د نوي کال د شپې لپاره نيويارک ته راځي ځکه چې دا يوه تاريخي ورځ وي او دا بال راغورځېدل په اصل کې يوه خوندوره نظاره ده.

په نيويارک کې د نوي کال په لومړۍ شپه د امنيت لپاره هم ټينګ ګامونه پورته کول کېږي. د ټايمز سکوېر سره نزدې لارې تړل شوي او خلک په يوه مرکزي لاره ټايمز سکوېر ته داخلېدی شي.

دلته د امنيت لپاره امنيتي ځواکونه په اسونو ګرځي او د ځينو سره "سنپر ډاګ" او ځيني د کېمرې له لارې څارنه کوي.

د نيويارک ښار د چارواکو په وينا چې په ټايمز سکوېر کې د ټولو هوټلو او ښار د امنيت لپاره د لسو نه تر پينځلس زره پورې پوليس اهلکار ځای په ځای کړې شوي او د ډرون کېمرو له لارې به د سيمې څارنه کېږي.

د راغلو سېلانيانو په وينا چې دوي د نيويارک ښار ښايست دلته راوستي دي.

ځيني سېلانيانو د هوټلو د ګرانۍ ګيله کوله او وي او ای ډيوه ته ځينو سېلانيانو وويل چې تېر کال يې د انټرنټ له لارې د هوټلو کمرې نيولې وې خو دا کال دغه نرخونه هم ختلي دي.

د دې ترڅنګ چې کومو سېلانيانو په نيويارک ښار کې د راتلو وروستو په هوټل کې استوګنه کړې، هغوي هم د نرخونو د زياتوالي ګيله کوله.

XS
SM
MD
LG