لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې پر لویو لارو د روغتیا بیړني مرکزونه جوړېږي


واشنګټن ـــ په بلوچستان کې د روغتیا چارواکي وايي د صوبې پر ټولو لویو لارو يې د درملنې بېړني مرکزونو د جوړونې پلان نیولی دی چې د ټرېفیکي پېښو په وخت د ژوبلو کسانو سملاسي درملنه وشي.

د روغتیايي چارو مشر ډاکټر نسیم کټکېزي وي او اې ډیوه ته ویلي دا مرکزونه به د کوټې، کراچۍ، تربت، تفتان، سیوۍ، ږوب او لورالای پر لویو لارو جوړېږي او په لومړۍ برخه کې د کاڼ مهترزۍ او کلا سیف الله تر منځ داسې پینځه مرکزونه جوړ او فعاله کړل شوي دي.

په بلوچستان کې د لویو لارو د خراب وضعیت له امله هلته ټرېفیکي پېښې زیاتې شوي او د کوټې و ږوب تر منځ لویې لارې ته پاکستاني رسنۍ د مرگ لار وايي، پر دغو لارو د روغتیا بېړني مرکزونه او د ایمبولنس خدمات د نشت برابر دي.

ډاکټر نسیم وویل، په بلوچستان کې د روغتیا څانگې ته ډېر کم پام شوی دی چې له امله یې په لرې پرتو برخو کې اساسي اسانتیاوې او ډاکټران نه شته، ځکه خو ډېری ښځې او ماشومان د زېږون په وخت ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړي وویل حکومت په وروستیو کې 800 ډاکټران پر کار گومارلي دي او یو داسې قانون په اخري پړاو کې دی چې له لوري به یې هر ډاکټر د دې پابند وي چې درې کاله به پخپله سیمه کې خدمات ترسره کوي.

په بلوچستان کې د روغتیا د نړیوالې ادارې یو چارواکی ډاکټر اسفند خان شېراني وايي، په صوبه کې یواځې څلوېښت سلنه خلکو ته د روغتیا اسانتیاوې شته چې هغه هم نیمگړې دي، تر 700 زیاتو کسانو لپاره یو ډاکټر موجود دی او د صحت وړو مرکزونو ته هم لږ ته لږه د 30 کیلومیټره واټن دی.

د ډاکټر شېراني په وینا نیږدې 65 سلنه خلک د خوراک له کموالي سره مخ دي، تر څلور میلینه زیات کسان وچکالۍ اغېزمن کړي دي، نیږدې 670000 ماشومان او 370000 ښځې د روغتیا بیړنیو اسانتیاوو ته اړتیا لري او په وینا یې حکومت د خوارځواکۍ په اړه بیړنی حالت اعلان کړی دی.

نوموړي وویل د خوراک نړیواله اداره د بلوچستان حکومت سره د ټولو اسانتیاوو د تړلو او یو ځای کولو لپاره مرسته کوي چې ناروغانو ته د واکسینو، ازموینو، درملو او ډاکټرانو پر یوه ځای شتون باوري کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG