لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د تحریک انصاف حکومت د پوځ دفاعي بجټ 11.17 اربه زیات کړ


واشنګټن ــــ د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومتي کابینې اقتصادي رابطه کمېټۍ په بېلابېلو برخو کې د هېواد د پوځ کالنۍ دفاعي بودیجه 11.17 اربه روپۍ زیاته کړې ده، چې په دې کې 6.2 اربه روپۍ د سیپېک منصوبې د امنیت لپاره ټاکل شوې دي.

دا بجټ په داسې وخت کې زیات کړل شوی چې تېره میاشت د مرکزي کابینې اقتصادي رابطه کمېټۍ د بودیجې زیاتولو په برخه کې د پوځ غوښتنه رد کړې وه او ورته ویلي وو چې دغه 11.17 اربه روپۍ دې له خپل نور کالني بجټ څخه پوره کړي.

د پوځ د دفاعي بودیجې د زیاتولو په اړه د کابینې غونډه د نهې- سه شنبې په ورځ د وزیراعظم عمران خان د سلاکار عبدالحفیظ شیخ په مشرۍ کې شوې ده.

په داسې حال کې چې د تحریک انصاف مرکزي حکومت له اقتصادي بحران سره لاس و ګرېوان دی، د پوځ دفاعي بودیجې ته به اضافي پیسې څنګه برابروي، خبریال او د اقتصادي چارو څېړونکی مهتاب حیدر وایي:

"عموماً دا ډول روپۍ د هېواد د پرمختیایي منصوبو له بجټ څخه اخیستل کېږي چې له کبله یې پر ترقیاتي منصوبو بد اغېز کېږي، نو ګوره چې دا ځل حکومت دغه اضافي پیسې له پرمختیایي منصوبو اخلي که بله لاره ورته ګوري".

کابینې ویلي چې له دې اضافي بجټ څخه به 6.2 اربه روپۍ د پاکستان چین اقتصادي منصوبې (سیپېک) د امنیت ساتلو لپاره د پوځ ځانګړې دستې ته ورکول کېږي، همدارنګه د کورني امنیت ساتلو لپاره به امنیتي چارواکو ته د ځانګړي الاونس په برخه کې هم 4.966 اربه روپۍ ورکول کېږي.

د حکومت د اقتصادي رابطې کمېټۍ دا پرېکړه هم کړې چې په هېواد کې د وسلوالو نښتو په مهال له ډزو او ګوله بارۍ نه د ځان ژغورنې په خاطر پوځ کوم مورچه نما بنکر جوړوي د هغې منصوبې لپاره به هم 500 اربه روپۍ جاري کوي.

مهتاب حیدر دا هم وایي چې د پاکستان تر 5000 اربه زیات کالني بجټ نه یوولس یا دوولس اربه روپۍ دومره زیاتې نه دي او حکومت په اسانۍ سره پوځ ته د ملکي امنیت او دفاع لپاره د اضافي بودیجې بندوبست کولای شي.

په پاکستان کې اکثر سیاسي ګوندونه د پوځ پر دفاعي بودیجې نیوکې کوي او وایي دا بجټ تل له عام ولس او پارلمانه پټ ساتل کېږي. سیاستوال وایي د پوځ د زیات بجټ له کبله په هېواد کې د روغتیا او تعلیم لپاره کمې پیسې ټاکل کېږي ځکه خو د روغتیا او تعلیم حالت خراب دی.

قومي اسمبلۍ ته د 2019م او 20م کلونو لپاره د کالني بجټ وړاندې کولو په مهال د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اقتصادي چارو وزیر حماد اظهر ویلي وو، دفاعي بجټ دا ځل هم د تېر کال په رنګه 1150 اربه روپۍ ایښودل شوی دی.

خو ناقدین وایي حکومت او پوځ په دې بجټ کې هغه روپۍ نه حسابوي، چې ریټایر شوو پوځیانو ته د پینشن په برخه کې ورکول کېږي، په دغه بجټ کې په تېرو دوو کلونو کې 26 فیصده زیاتوالی راغلی او هر کال د پینشن لپاره 327 اربه روپۍ جاري کېږي، که دغه رقم هم په دفاعي بجټ کې شامل کړل شي نو بیا د تېر کال په نسبت سږ کال پکې 9 فیصده زیاتوالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG