لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خیبرپښتونخوا حکومت وایي مدرسې رجسټر کوي خو تعلیمي نصاب یې نه بدلوي


واشنګټن ــــ د پښتونخوا د ثانوي او اعلی تعلیم وزارت وایي، په صوبه کې یې د مدرسو د رجسټر کولو مرکزونه پرانیستي دي چې وایي مقصد یې د مدرسې په نصاب کې د صوبې تعلیمي نصاب شاملول دي.

په تعلیمي چارو کې د وزیراعلی سلاکار ضیاءالله بنګښ پر ټویټر لیکلي چې روانه میاشت به د مدرسو د رجسټر کولو څلور مرکزونه په سوات، ډېره اسماعیل خان، پېښور او هزاره کې جوړېږي.

ضیاء الله بنګښ وایي، په هېواد کې د تعلیم بېلابېل نظام او نصاب د ولس د سره وېشلو سبب ګرځي، وایي د تعلیم اداره به یې په خپله صوبه کې د دې د یووالي کوشش کوي.

په پښتونخوا کې د وفاق المدارس ویاند سراج الحسن د حکومت د دې ګام هرکلی کړی دی او وایي چې دا کار د دوی په غوښتنه پیل شوی دی:

"د اتحاد تنظیمات مدارس په نامه چې د مدرسو کوم پینځه بورډونه دي هغوی یو هم د حکومت د دې کار مخالفت نه کوي".

د جماعت اسلامي پخوانی د صوبایي اسمبلۍ غړی او د یوې دیني مدرسې چلوونکی عطاء الرحمن وایي، له حکومت سره د مدرسو په رجسټر کولو سلا دي. هغه وایي حکومت تر رجسټرېشن وروسته حکومت د مدرسو تعلیمي نصاب نه بدلوي، بلکې یواځې د صوبې د تعلیم د بورډ کتابونه به د مدرسو په نصاب کې شاملېږي:

"حکومت د دې هډو ذکر نه دی کړی چې درسِ نظامي چېړل غواړو، هغوی وایي درسِ نظامي به برقرار وي خو تاسو صرف په دې کې عصري مضامین شامل کړئ چې دا به د زده کوونکو لپاره ښه وي نو موږ ویل سمه ده".

په پاکستان کې پر مدرسو د توندروۍ د خپرولو تورونه لګېږي. د سیاسي او تعلیمي چارو څېړونکی ډاکټر خادم حسېن وایي، حکومت باید د مدرسو تعلیم ته توجه وکړي او د دوی د نصاب له لارې د توندروۍ د خپرېدو مخه ونیسي:

"که د رجسټرېشن مقصد صرف د فنډونو لپاره لاره خلاسول وي چې ماډرن ټیکنالوجي کمپیوټر او نور سهولیات ورکړل شي او دوی له ماډرن ټیکنالوجي سره توندروه فکر پر مخ وړي، نو دا خو به داسې وي چې مدرسې به مېن سټریم ته نه بلکې مېن سټریم تعلیمي نظام به په مدرسو کې شامل شي".

په خیبر پښتونخوا کې د دیني مدرسو درې تعلیمي بورډونه دي، تر ټولو زیاتې مدرسې د سني او شیعه مکتبه فکر لرونکو دي. د ځینو شمېرو له مخې د وفاق المدارس- چې زیاتره یې له دیوبندي مکتب سره تړلي- تر انتظام لاندې په ټول هېواد کې 25000 مدرسې دي چې یواځې 7000 یې په خیبرپښتونخوا کې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – د استاذانو نړېواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG