لاس رسیدونکی لینک

 
په انډونېشیا کې ګڼو بارانونو او سېلابونو شاوخوا 30 تنه مړه کړي دي
تازه خبر

په انډونېشیا کې ګڼو بارانونو او سېلابونو شاوخوا 30 تنه مړه کړي دي


واشنګټن ــــ د اېشیا په جنوب ختیځ کې پروت انډونیشیا هېواد کې د ګڼو بارانونو له کبله زورور سېلابونه راغلي چې ورسره مځکې ښویېدلې او تر اوسه پورې پکې د لږ تر لږه 30 تنو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

دا په تېرو شلو کلونو کې په دې هېواد کې تر ټولو زورور بارانونه ګڼل شوي دي.

د انډونیشیا د قدرتي آفتونو د مخنیوي د ادارې چارواکي وایي په پایتخت جکارتا کې د سېلابونو له کبله تر اوسه پینځه دېرش زره پینځه سوه 35،500 کسان له خپلو کورونو خوندي ځایونو ته کډه شوي دي.

د ژغورنې ډلې وایي اکثره کسان چې مړه شوي یا اوبو ته لوېدلي یا بجلۍ نیولي او یا بیا تر خاورو خځلو لاندې شوي دي.

رپوټونه وایي په پایتخت جکارتا کې سلګونه محلې د سېلابونو له کبله له خلکو تشې شوې دي او پر حکومت یې ټینګار کړی چې په ښار کې بجلي بنده کړي ځکه چې وایي ویره چې نور خلک د بجلۍ له کرنټه مړه نه شي.

د انډونیشیا حکومت وایي په پام کې لري چې د سېلابونو له تاوانه د ژغورنې لپاره د پایتخت ټول کورونه ختیځ کلیمنټن ایالت ته ولېږدوي.

د سېلابونو له کبله تر مځکه لاندې د مېټرو ګاډو تګ راتګ بند شوی او له یوه هوایي ډګره هم پروازونه وروسته له هغه بند شوي چې رن وې یې تر اوبو لاندې شوې ده.

د انډونېشیا په پایتخت جکارتا او شاوخوا سیمو کې شاوخوا 30 میلینه (درې کروړه) خلک اوسېږي او تر دې وړاندې هم پکې سېلابونه او زلزلې راغلې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG