لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قاسم سلیماني د وژل کېدو په اړه وروستي غبرګونونه


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ایران د قدس ځواک د قومندان قاسم سلیماني د وژل کېدو په اړه ویلي، چې دی باید ډېر مخکې وژل شوی وای.

د سلیماني له وژل کېدو وروسته ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا ایران ته ګواښ کړی چې که په امریکایانو باندې بریدونو ته دوام ورکړي نو داسې نور بریدونه هم کېدای شي.

ټرمپ خبریالانو ته وویل، مونږ تېره شپه دغه ګام ددې لپاره واخیست چې جګړه ودرول شي خو په سیمه کې د ایران ویجاړونکی رول هم باید پای ته ورسول شي.

ټرمپ سلیماني د زرګونو امریکایانو، عراقیانو او ایرانیانو په وژنه باندې تورن کړ او دا یې هم وویل چې د بې ګناه خلکو وژنه یې بیخي دنده ګرځېدلې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، دوی د ایران د قدس پوځي څآنګې د مشر قاسم سلیماني د وژل کېدو په اړه د سیمې او نړۍ له ډېرو مشرانو سره غږېدلی چې په هغه ډله کې د پاکستان سرلښکر قمر جاوېد باجوه هم شامل دی.

مایک پمپیو په ټوېټر ویلي:

"د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه او ما نن د امریکا په دفاعي ګام چې د قاسم سلیماني وژل وو خبرې وکړې. د ایران د رژیم کارونه په سیمه کې بې ثباتي راولي او زمونږ ګټو، خلکو، ودانیو او شریکانو ته زیان رسوي."

د امریکا په هوايي برید کې د ایران د قدس ځواک قومندان قاسم سلیماني د وژل کېدو په اړه په امریکا کې د دواړو ګوندونو لخوا هرکلی شوی.

که له سلیماني له وژل کېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې نوی باب پرانستل شوی.

په سینېټ کې د اکثریت مشر میچ مکانل په ستاینې سره ویلي دي چې نن سهار د ایران ستر ترهګر ووژل شو.

ډیموکراټانو که څه هم په دې اړه خواشیني نه ده څرګنده کړې خو خو دومره یې ویلي، چې له دې سره ښايي زمونږ هېواد یوې بلې اوږدې جګړې ته نږدې کړي.

د ملګروملتونو عمومي منشي انټوني ګوتېرېس د جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د جمعې په ورځ په یوې لنډې اعلامیې کې ویلي، چې دی د حالاتو د خرابېدو په اړه په ژوره توګه خواشینی دی.

هغه زیاتوي نړۍ په منځني ختیځ کې د بلې جګړې مجال نه لري.

د امنیت په شورا کې د تړلو دروازو تر شا د جمعې په سهار د سوریې په حالاتو باندې هم خبرې وشوې او همدا اندېښنه هلته هم څرګنده شوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم د واشنګټن لخوا د ایراني جنرال وژنه غندلې ده او ویلي یې دي چې له دې سره به په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شي.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په احتمال اندیښمن دی.

جمهوري ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي هیله لري چې ایران او امریکا د تاوتریخوالي د زیاتیدو مخنیوی وکړي او اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي.

اعلامیه زیاتوي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو، سره په تیلیفوني خبرو کې ټینگار کړی چې د امریکا د متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون په اساس په هیڅ حالت کې د هیڅ یو بهرني هیواد پر ضد د افغانستان د خاورې نشي کاریدلی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG