لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایراني جنرل د وژنې وروسته په پاکستان کې امریکايي سفارتخانې خپلو چارواکو ته د احتياط خبرداری ورکړی


په اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې په پاکستان کې خپلو چارواکو او وګړو ته خبرداری ورکړی چې په عراق کې د تازه پېښو د ممکنه غبرګون له امله دې سفرونه محدود کړي.

سفارتخانې "د ممکنه غبرګون په خبرداري کې په پاکستان کې خپلو امریکايي چارواکو ته ويلي چې ګرځېدل دې محدود کړي".

سفارتخانې ويلي "پکار ده چې د امریکايي حکومت چارواکي دې د غېر ضروري سفرونو څخه ډډه وکړي او په پاکستان کې امریکايي وګړي دې د ځان نه چاپېره په مظاهرو او مشکوک فعالیتونو نظر ساتي".

دوی ته لارښوونه شوې چې "د ګڼې نه ډډه کوي، ځان ډېر نه ښکاره کوي، د ځان نه چاپېره دې نظر ساتي، خپل شخصي امنيتي پلان ته دې بيا کتنه وکړي، د غټو ګڼو يا مظاهرو په مهال دې احتیاطي تدابير ونسي".

امریکې د جمعې په ورځ پخلی کړی چې په بغداد کې يې د ایران د قدس ځواک جنرال قاسم سليماني وژلی دی.

صدر ټرمپ ويلي "سليماني زرګونه امریکايان وژلي او ژوبل کړي دي او هغه ډېر وړاندې وژل پکار ؤ".

د قاسم سليماني وژنې په غبرګون کې ايران ويلي بدل به يې اخلي.

د قاسم سليماني د وژنې پرضد پرون د جمعې په ورځ د پاکستان په قبايلي ضلع کرمه او په کراچۍ کې احتجاجي مظاهرې شوي او د سلیماني وژنه پکې غندل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG