لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغداد: د سلیماني تر جنازې وروسته د امریکې سفارت ته څېرمه تازه راکټي بریدونه شوي


واشنګټن ــــ د عراق په پایتخت بغداد کې د شنبې- خالي په ماښام بیا تازه بریدونه شوي. چارواکي وايي يو راکټ په بغداد کې د امريکې سفارتخانې ته نزدې لګېدلی او دوه نور د ښار شمالي سيمه کې بلاد هوايي مرکز ته نزدې غورځيېلي دي چرته چې امريکايي عسکر مېشت دي.

د دغې راکټي بريدونو ذمه واري لا تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخستي او نه پکې چاته د سر د زیان اوښتو خبر ورکړل شوی دی.

په دغه سيمه کې د امریکې مرکزي کمان چې په منځني ختيځ کې د امريکې د پوځي عملياتو څارنه کوي لا تر دې دمه د دغې راکټي بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.

په بغداد کې دغه راکټي بريدونه په داسې حال کې شوي دي چې د بغداد په لارو کوڅو کې په زرګونو خلکو د ايران د القدس ځواکونو د مشر جنلل قاسم سليماني او د عراقي شيعه وسلوالې ډلې مشر ابو مهدي المهاندېس په وژنه ماتم کاوه، چې وړمه ورځ د صدر ټرمپ په امر امريکا په يو ډرون بريد کې د بغداد اېرپورټ سره نزدې وژلي وو.

صدر ټرمپ ويلي، ده د جمعې په ورځ په بغداد کې د ايراني کمانډر د وژلو امر کړی وو چې په امريکايانو د ممکنه ترهګرو حملو مخه ونيسي. ولسمشر ټرمپ سلماني نړیوال ترهګر بللی.

څيړونکي وايي د امريکا لخوا د ايراني جرنېل سليماني وژنه به په نړۍ کې لويه زلزله راولي. دفاعي څېړونکي وايي ايران به ارومرو د خپل جرنېل د وژلو بدل اخلي ځکه چې دا به په منځني ختیځ کې د ايران په جنګي توان پوښتنې را پورته کړي.

د امريکا د خارجه وزارت وياندې مورګن اورټېګس ويلي دا د صدر ټرمپ لپاره يو سخته فېصله وه چې آيا د جنرل سليماني په ژوندي پاتې کېدو سره به امريکا په امن کې پاتې شي او که نه او صدر ټرمپ فېصله وکړه چې د جنرل قاسم سلېماني په وژلو سره به دنيا په امن کې پاتې شي.

د جنرل سليمانې په وژنه په نړيواله کچه د ايران ملګرو هېوادونو چين او روس د ايران سره غمرازي کړې. د چين خارجه وزير وانګ يي د ايران خارجه وزير جواد ظر يف ته ويلي امريکا د جنرل سليماني په وژنه د خپل پوځي طاقت سرغړونه کړې ده.

د روس د بهرنيو چارو وزير سرګی لاوروف هم جواد ظريف ته ټېلي فون کړی او ورته يې ويلي، امريکا د جنرل سليماني په وژنه د نړيوالو قوانینو مخالفت کړی.

د جنرل قاسمي په وژنه په ملګرو ملتونو کې د ايران سفير ماجد تخت راوانچي امنيت شورا ته په يو خط کې ليکلي، ايران د نړيوالو قوانينو سره سم د خپلې دفاع قانوني حق لري.

څېړونکي وايي ايران د امريکا په ضد انټرنيټي بريدونه کولی شي او دا هم امکان شته چې ايران په منځني ختیځ کې د امريکا په پوځي ځايونو بريدونه وکړي.

امریکې د ایران د ګواښونو په نتیجه کې منځني ختیځ ته نور 3500 پوځیان لېږلي او امریکایي وګړو ته یې له عراقه د وتلو امر کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG