لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: که ایران د سلیماني په بدل کې کوم ګام واخیست 52 مهم ځایونه به یې په نخښه کړو


واشنګټن ـــ د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ایران د دې خبرې په جواب کې چې وایي د خپل وژل شوي قومندان قاسم سلیماني بدل به واخلي، ګواښ کړی چې که ایران کوم امریکایي تن یا اثاثه په نخښه کړه نو امریکا به یې 52 مهم ځایونه په نخښه کړي.

ولسمشر ټرمپ د دسمبر پر 4مه ماښام ناوخته د ایران په اړه پر ټویټر پرله پسې درې ټویټونه خپاره کړل چې ایران ته یې پکې سخت ګواښونه کړي او وایي ایران یوه ستونځه ده او امریکا یې نور ګواښونه نه شي منلای:

"52 ایراني مقامات مو په هدف کړي (د 52 هندسه له هغو امریکایي وګړو سره تړلې ده چې څو کاله مخکې ایران یرغمل کړي وو) چې ځینې د ایران او د ایران د کلچر لپاره ډېر د لوړې درجې حیثیت لري، هغه او پخپله ایران به ډېر په تېزۍ او شدت سره په نخښه کړو".

امریکې د جمعې په ورځ په بغداد کې د ایران یو لوړپوړی قومندان او د القدس ځواک مشر قاسم سلیماني او د عراقي شيعه وسلوالې ډلې مشر ابو مهدي المهاندېس د ډرون الوتکې په یوه برید کې و وژل، چې ایران یې د بدل اخیستو ګواښ کړی.

ولسمشر ټرمپ وایي، ایران په ډېره زړورتیا د خپل هغه ترهګر مشر د غچ اخیستو خبره کوي، چې یو امریکایي یې وژلی او ګڼ نور یې ټپیان کړي او ګڼ شمېر نور خلک یې پخپل ژوند کې وژلي دي:

"په وروستیو کې سلګونه ایراني احتجاج کوونکي وژلي، زموږ پر سفارت یې برید کړی او زموږ پر نورو اثاثو یې د بریدونو تیاري کوله، ایران له ډېرو کلونو راهیسې له سرخوږي پرته بل هیڅ نه دی".

پرون د عراق په پایتخت بغداد کې د ایراني قومندان قاسم سلیماني د جنازې تر مراسمو څو ګنټې وروسته د امریکې پوځي مرکز او سفارت ته نیژدې د مارټر یا هاوان توپ دوې ګولې لګېدلې وې.

امریکې د جمعې په ورځ په بغداد کې د ایران یو لوړپوړی قومندان او د القدس ځواک مشر قاسم سلیماني په یوه برید کې و واژه، چې ایران یې د بدل اخیستو ګواښ کړی. امریکې د ایران د ګواښونو په نتیجه کې منځني ختیځ ته نور 3500 پوځیان لېږلي او امریکایي وګړو ته یې له عراقه د وتلو امر کړی.

د یادونې وړ ده چې د 1979م کال په وروستیو کې ایران په تهران کې د امریکې په سفارتخانه کې 52 امریکایي وګړي یرغمل کړي وو چې تر شاوخوا یوه کال پورې یرغمال ساتل شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG