لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین:امریکا دې بې ځایه له طاقت کارؤلو ډډه وکړي


چین دایران دقدس ځواکونو دمشر قاسم سلیماني په وژنه خپل غبرګون کې په امریکا ټینګار کړی چې دطاقت دبې ځایه استعمال څخه باید ډډه وکړي.

دخبري شبکې ای ایف پي له مخې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي دجنرال قاسم سلیماني په امریکایي برید کې د وژل کیدو په اړه خپل ایراني سیال سره ټيلي فوني اړیکه نیولی اؤ دهغه د وژنې سره په رامنځته شوي وضعیت یې ورسره خبرې اترې کړي دي.

په دغو خبرو کې ښاغلي وانګ یي په امریکا ټينګار وکړو چې د طاقت دبې ځایه کارولو پځائ باید دخبرو اترو دلارې د چارو هواری ولټوي.

دچین دبهرنیو چارو وزیر وویل” دامریکا خطرناک پوځي عملیات دنړیوالو اړیکو داساسي قدرونو په ضد دي اؤ دې سره به سیمه کې تاؤتریخوالی اؤ اړی ګړی نور هم سیوا شي”

امریکې د جمعې په ورځ په بغداد کې د ایران د القدس ځواک مشر قاسم سلیماني او د عراقي شيعه وسله والې ډلې مشر ابو مهدي المهاندېس د ډرون الوتکې په یوه برید کې وژلي‌ چې ایران یې د بدل اخیستو ګواښ کړی دی.

امریکې د ایران د ګواښونو په نتیجه کې منځني ختیز ته نور 3500 پوځیان لېږلي او امریکایي وګړو ته یې له عراقه د وتلو امر کړی.

دجنرال سلیماني په وژنه دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي وؤ چې دسلیماني د وژنې پرېکړه یې سیمه کې دخپلو پوځیانو اؤ تنصیباتو دتحفظ په خاطر کړې وه

تیره ورځ د عراق په پلازمینه بغداد کې د ایراني جنرال قاسم سلیماني د جنازې تر مراسمو څو ساعته وروسته د امریکې پوځي مرکز او سفارت ته نیژدې د مارټر یا هاوان توپ دوه مرۍ لګېدلې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG