لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: که عراق امريکايي پوځ ته د وتلو وويل د سختو بندېزونو سره به مخ شي


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ عراق ته خبرداری ورکړی که د امریکا پوځ ته يې د وتلو وويل نو په بغداد به داسې بندېزونه ولګول شي چې مخکې به يې کله نه وي ليدلي.

د عراق پارلیمان پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ قرارداد منظور کړی چې پکې په دغه هېواد کې بهرنيو پوځونو ته د ملک څخه وتلو ويل شوي دي.

عراق دا قرارداد په داسې حال کې منظور کړی چې د جمعې په ورځ په بغداد کې امریکا د ايران يو مهم جنرال قاسم سليماني په برید کې وژلی دی.

صدر ټرمپ په فلورېډا کې د رخصتۍ تېرولو وروسته واشنګټن ته د روانېدو په وخت خبريالانو سره په خبرو کې وويل، که د امريکا پوځ ته د عراق څخه وتل د غاړې کيږي عراقي حکومت ته به یې سخت قيمت په غاړه شي.

هغه وويل که عراق په غېر دوستانه طريقې سره امریکا ته د ملک پرېښودو وويل نو امریکا به پرې داسې بندېزونه ولګوي چې وړاندې به يې کله نه وي ليدلي.

د راپورونو ترمخه دا وخت په عراق کې په امریکايي پوځي اډه کې پينځه زره امریکايي سرتيري موجود دي او دوی عراقي ځواک تربيه کوي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ويلي دوی د عراقي پارلیمان د قرارداد د قانوني حيثيت د اثراتو په تمه دي.

د عراق وزيراعظم عادل عبدالمهدي د اتوار په ورځ ويلي، چې د منځنو او بهرنيو مشکلاتو باوجود د امریکا او بهرنیو اتحادي ځواکونو د مرستې خواست د مينځه لرې کول د عراق په ګټه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG