لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان کې د وتلي هنرمند هارون باچا په ویاړ درنه دستوره


دخیبر پښتونخوا په دویم لویې ښار مردان کې دپښتو د ستر سندرغاړي هارون باچا په ویاړ دستائنې یوه ستره دستوره شوې چې پکې وتلو لیکوالانو، پوهانو اؤ هنرمندانو دهارون باچا فني صلاحیتونه اؤ خدمتونه ستائیلي اؤ هغه یې دپښتو سندرو د نوي دور یو ستر اتل بللی دی.

دغه غونډه چې دګل په ماسخوتن د پرېسکو انټرټنمنټ اؤ ائېډیا وژن لخوا دمردان دپخواني ضلعي ناظم حمایت الله مایار په مشرۍ جوړه شوې وه پکې په سوؤنو لیکوالانو،شاعرانو،هنرمندانو اؤ دهارون باچا دهنر مینه والو برخه اخستې وه.

ددستورې په مهال هارون باچا ته د درناوي شمله ورپسر کړل شوه اؤ بیا ګڼو خلکو هغه ته خپل سوغاتونه وړاندې کړل.

دستورې ته پخپله وینا کې ښاغلي هارون باچا وویل هغه دا مهال دخپل وطن نه لرې دمسافرۍ ورځې اؤ شپې سبا کوي خو خوښ دی چې دخپلو سره یې اړیکه نه ده غوڅه شوې اؤ پښتانه دهغه دهنري هڅو ستائنه کوي.

هغه وویل دخپلو هنري کارونو څخه لا اوس هم مطمئين نه دی اؤ غواړي دخپل قام اؤ اولس دپاره نور هم ډير څه وکړي.

هارون باچا وویل دهیواد نه بهر دخبریال په توګه ژوند کوي اؤ په دغه ژوند کې ورته یوازې دمرګ ژوبلې اؤ دپښتنو د بدحالت خبرونه رسیږي چې هغه پرې ډير خواشینی دی اؤ خوښ شي چې کله دپښتنو په منځ کې داسې د خوښې دستورې،بنډارونه ، اتڼونه وګوري.

سترې هنرمندې شکیله ناز پخپله وینا کې وویل هارون باچا هغه ستر هنرمند دی چې داستاد خیال محمد،هدایت الله اؤ نورو وتلو هنرمندانو نه وروسته یې د هغوئ ځائناستې تش پرې نښودو اؤ پخپل خوږ غږ اؤ معیاري موسیقۍ یې دپښتو د هنر بڼ سمسور وساتلو.

سندرغاړي کرن خان وویل هارون باچا د پښتنو د زړونو باچا دی اؤ د هغه تر څنګ ددې دور ډير ځلمي هنرمندان دهغه د هنر نه زده کړې کوي.

کرن خان زیاته کړه د هارون باچا په څېر ستر هنرمندان په زمانو وروسته یوې ټولنې ته په لاس ورځي اؤ دا د ویاړ مقام دی چې پښتنو د هارون باچا هنري اؤ فکري لوړوالی پیژندلی اؤ هغه ته دنړۍ په هرګوټ کې پښتانه درناوی ورکوي.

هنرمند بختیار خټک وویل هارون باچا ته دنوي دور هنرمندان دخپل پیر په نظر ګوري اؤ نه یوازې دهغه دموسیقۍ سبک یې خپل کړی بلکې دهغه د کړه وړه ،خبرو،ناستې پاستې اؤ ورځني ژوند طرزونه یې هم خپل کړي.

بختیار خټک وویل دهارون باچا سندرې دهر عمر خلک یوشان اوري اؤ خوښوي یې اؤ هارون باچا سره مینه کوي.

دمردان ضلعې پخواني ناظم حمایت الله مایار خپلو خبرو کې وویل چې هارون باچا دخپل اولس دردونو ته د سندرو ژبه ورکړې ده اؤ تل یې خپل ځپل شوي اولس ته د رڼا لار ښودلې ده.

هغه دهارون باچا لخوا ویل شوې څو هغه غزلې اؤ نظمونه هم د غونډې برخه والو ته وارول چې دپښتنو دموجوده وضعیت عکاسي ترې کیدله.

دغونډې کوربه عمران صفي وویل هغه خوشحاله دی چې د استاد خیال محمد،ماه جبین قزلباش،شکیله ناز،سردارعلي ټکر اؤ بختیار خټک نه وروسته نن دهارون باچا د ستائنې غونډه نمانځي اؤ وئ ویل چې راتلونکي کې به هم دا لړۍ دوامداره وساتي.

په دغه غونډه کې له یادو شخصیاتو برڅېره ستر پوهان پروفیسر ډاکټر یار محمد مغموم، وتلي شاعر ډاکټر اسرار،موسیقار،صاحب ګل، سندرغاړي اسفندیار مومند،دصوبایي پارلیمان غړي نثار مهمند، لیکوال اکبر هوتي اؤ ګڼو نورو وتلو شخصیاتو هم برخه لرله

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG