لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر: زلمي خلیلزاد د تاوتریخوالي را کمولو او اوربند په اړه له ملا برادر سره لیدلي


واشنګټن ــــ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د بیا پیل لپاره قطر ته رسېدلی او د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره یې خبرې اترې کړي دي.

د رپوټونو له مخې په دغو خبرو کې د زلمي خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر تر منځ په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو، اوربند او د بین الافغاني خبرو د پیل په اړه بحث شوی چې په راتلونکو مذاکراتو که به یې په اړه پرېکړه کیږي.

که څه هم تر اوسه په قطر کې د افغان سولې په اړه رسمي مذاکرات نه دي پیل شوې خو د سولې په چارو کې د افغان حکومت ویاندې نجیبې انوري وي او اې ډیوه ته ویلي، د افغانستان خلک او حکومت په دې تمه دي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د دې پړاو خبرې یوې حتمي نتیجې ته ورسېږي:

د افغانستان د خلکو او دولت تمه دا ده چې د متحده ایالاتو او طالبانو مذاکرات به په دې پړاو کې بریا ته ورسېږي او هغه توافقنامه چې د دوی په منځ‌ کې لاسلیک کېږي د افغانستان د خلکو د غوښتنې او زموږ د ملي ګټو خلاف نه وي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې هدف قطر ته رسېدلی چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او د اوربند د کمولو په اړه د طالبانو دریځ تر لاسه کړي.

طالبانو ته نیژدې سرچینې وايي، دوی لا هم له خپل مشرتابه څخه د اوربند او په افغانستان کې د تاوتریخوالي په اړه ځواب نه دی تر لاسه کړی چې له امریکا سره د سولې په خبرو کې ورباندې موافقه وکړي.

د طالبانو یو پخوانی مشر سید اکبر اغا وایي، طالبان له امریکا سره د سولې تر تړون مخکې ‌پر اوربند ځکه موافقه نه کوي چې وایي دوی یې نتیجې ګټورې نه ګڼي:

طالبان د توافقنامې تر لاسلیک کولو مخکې په اوربند کې خپل تاوان ویني ځکه چې د پېښو مسئوولیت به دوی ته راجع کېږي نو په دغه نسبت دوی [امریکا] دا خبره وکړه چې په ښارونو کې دې عملیات نه کېږي.

د جنورۍ په ۲مه په کابل کې د امریکې د سفارت یوه چارواکي ویلي وو، که طالبان غواړي له امریکا سره خبرې بیرته پیل کړي، نو باید د جګړې را کمولو ته غاړه کښېږدي. امریکایي چارواکي دا هم ویلي وو،‌ چې امریکا غواړي د بین الافغاني خبرو تر پیلېدو مخکې جګړه تم شي.

د امریکې او طالبانو تر منځ تېر کال روانې خبرې په سپټمبر میاشت کې هغه وخت ولسمشر ډانلډ ټرمپ وځنډولې چې طالبانو په بګرام کې په یوه برید کې د یوه امریکایي په ګډون ګڼ شمېر کسانو د وژنې ذمه واري‌ ومنله.

په دسمبر میاشت کې دغه خبرې بیا هله پیل شوې چې طالبانو د خپلو دوو ملګرو په بدل کې د کابل پوهنتون دوه استادان- یو امریکایي او بل اسټرېلیایي- خوشي کړل، خو دا خبرې هم په لنډمهالې توګه ځنډېدلې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG