لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران په عراق کې د امريکا په دوه پوځي اډو د میزايلو بريدونه کړي


Iraq Security
Iraq Security

پېنټاګون ويلي ايران د شورو، چارشنبې په سهار په عراق کې د امريکا په دوه پوځي اډو د ميزايلو بريدونه کړي چرته چې امریکايي پوځ مېشت دی.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ څو ساعته وروسته په ټويټر ويلي، په بریدونو کې د اوختي زيان مالومات کولی شي خو"تراوسه هر څه سم دي".

هغه ويلي "زمونږ سره په نړۍ کې تر طاقتوره او په وسله سمبال پوځ دی".

صدر ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د خپل امنيتي ټيم د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو او د دفاع وزير مارک اسپر هم سره ليدلي دي.

د ايران دبهرنيو چارو وزير جواد ظريف ويلي، په خپله دفاع کې يې بریدونه کړي هغه پوځي اډه يې په هدف کړې د چرته نه چې په ايراني وګړو او چارواکو بريدونه کېدل.

جواد ظريف په ټويټر ويلي جګړه نه غواړي خو خپله دفاع به کوي.

د امریکا او ايران ترمنځ د تېرو دوه اوونيو راهسې تاؤ تريخوالی له هغې وروسته سېوا شوی چې امريکا تور لګولی ايراني ملېشې په عراق کې په يو راکټي بريد کې امریکايي کنټرېکټر وژلی ؤ. امریکا له دغې وروسته په شام او عراق کې د ملېشې اډې په نخښه کړې او بيا په عراق کې مظاهره چيان د امرېکې په سفارتخانه ورختلي وو.

د جمعې په ورځ بيا امريکې د بغداد د هوايي اډې سره نزدې د ايران د قدس ځواک مهم مشر جنرل قاسم سليماني په هوايي بريد کې وژلی ؤ.

پېنټاګون ويلي ايران يې د بغداد نه لويديځ ته په ۶۰ کلوميټره فاصله الاسد او کردانو په علاقه ابريل کې اډې په هدف کړي دي.

د ايران انقلابي ځواک ويلي د قاسم سليماني د وژنې په بدل کې یې کامياب بریدونه کړي دي.

ايران ويلي ؤ د قاسم سليماني د وژنې بدل به اخلي او له دغې وروسته د امریکا ځواکونه چمتو شوي دي.

د پېنټاګون وياند ويلي امريکا به په سيمه کې د امريکايي سرتېرو، همکارانو او اتحاديانو د ساتنې او دفاع دپاره ټول اړين ګامونه اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG