لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ته دایران دقدس ځواکونو دنوي مشر پټ‌ سفر،افغان دولت یې پلټنې کوي


دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت وايي،دایران د قدس ځواکونو دنوي ټاکل شوي مشر اسماعیل قااني هغه سفر چې تیرکال یې د افغانستان بامیانو ولایت ته کړی ؤ ترڅیړنې او غور لاندې دی.

افغانستان ته داسماعیل قااني سفر وروسته له هغې دخبرونو دسرټکی ګرځېدلی چې په عراق کې دسپاه پاسداران دقدس ځواکونو قومندان قاسم سلیماني په دې وروستیو کې دامریکا په هوايي برید کې ووژل شو او بیا اقاني دهغه ځای ناستی وټاکل شو.

دبامیانو ولایت والي سره داسماعیل قااني دګډو دعکسونو په ټولنیزو رسنیو له خپریدو وروسته افغان دولت هم د سختو نیوکو لاندې راغلی دی.

دبامیانو ولایت په فیسبوک پاڼه همدې موضوع ته اشاره شوې او ویل شوي چې د دې ولایت والي دطاهر زهیر اسماعیلي په نوم دایران دسفیر مرستیال سره دغه ملاقات کړی دی.

دافغانستان دبهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان ویلي تراوسه د اسماعیلي په نوم څوک په هیواد کې دایران دسفیر مرستیال نه دی پاتې شوی.

هغه رسنیو ته ویلي"مونږ دا موضوع څیړو ترڅو معلومه شي چې هدف یې څه ؤ خودا درته په ډاګه ویلی شم چې اسماعیل قااني په افغانستان کې دایران دسفیر مرستیال په توګه دنده نه ده ترسره کړې او د سفیرمرستیال نه و"

دبامیانو ولایت مقام ویلي تیرکال ورته له کابل څخه دبامیانو ولایت ته داسماعیلي په نوم دایران دسفیر مرستیال د ورتګ خبر ورکړل شوی و او هدف ددې سفر دا و چې په دې ولایت کې دایران په مالي مرسته د ۱۲۰ بستریز روغتون د جوړولو له چارو ارزونه وکړي.

افغانستان د اسماعیل قااني دپټ سفر رازونه په داسې حال افشا شوي او افغان حکومت په دې پیښې د څیړنو ویلي چې دامریکا او ایران ترمنځ رامنځته شوی تاوتریخوالی پریو بل دبریدونو کچې ته رسیدلی دی.

دامریکا ددفاع وزارت خبر ورکړی چې پرون دسه شنبې ماسخوتن په عراق کې دامریکا اود ایتلافي ځواکونو په دوو پوځي اډو دایران لخوا توغندويي بریدونه شوي دي.

په هغو پوځي اډو چې د ایران بالیستیک توغندي لګیدلي د عراق په انبار ولایت او د کوردستان د خود مختارې سیمې اړوند اربیل ښارکې موقعیت لري.

دامریکا ددفاع وزارت په عراق کې دامریکا په پوځي اډو د شویو بریدونو په اړه بیان خپور کړی او ویلي دي چې ایران ته به ددې شویو بریدونو ځواب ورکوي خو مخکې یې د څرنګوالي ارزونه کوي.

په بیان کې ددفاع وزارت ویلي دامریکا د ټولو منسوبینو او ائتلافیانو ددفاع او ساتنې لپاره به له ټولو اړینو اقداماتو ګټه اخلي او په دې اړه یې ځیني ګامونه هم وچت کړي دي.

دا په داسې حال ده چې پرون افغان ولسمشر اشرف غني دامریکا ددفاع وزیرمارک اېسپرسره دسیمې دامنیتي وضعیت او په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې دامریکا او ایران ترمنځ د رامنځته شوي تاوتریخوالي په اړه خبرې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG