لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې او ایران شخړې په بلوچستان کې د ایراني کرنسۍ ارزښت کم کړ


کوټه ـــ د ايران او د امريکا تر منځ د تازه تاوتريخوالي له کبله د ايراني کرنسۍ "تومنو" قدر يا ارزښت په مارکيټ کې کم شوی دی، د بلوچستان ايالت په مرکزي ښار کوټه کې په کرنسي ايکسچېنج مارکيټ کې دوکانداران تومن نه ږدي ځکه چې وايي "ارزښت يې کم شوی څوک يې نه اخلي".

د کوټې ښار په چوهړمل روډ کې د پیسو یو تبادله کوونکی یا صراف وایي: "په مارکيټ کې ايراني کرنسي نه شته ځکه موږ هم نه ده ايښې".

د کوټې په کندهاري بازار کې د کرنسي کاروبار کوونکی عبدالقادر وايي "له تېرو څلوېښتو کالو د نړۍ د بېلابېلو ملکونو د کرنسۍ د اخیستلو او بدلولو کار کوم، پخوا د ايران کرنسي ډير ارزښت درلود خو اوس يې ورځ تر بلې ارزښت کميږي".

د کوټې ښار د پیسو تبادله کوونکي وایي، پر مارکيټ ډېر اثر لوېدلی دی، خلک ایراني تومن اوس نه اخلي، وایي د شاه ايران په باچاهي کې يو لک تومن د يو نيم لک پاکستاني روپیو برابر وو خو بيا چې د امريکې او ايران اختلافات زيات شول د ایراني کرنسۍ ارزښت ورسره کم شو.

صرافان وایي لومړی تومن د پاکستانۍ روپۍ په بدل کې شل زره، وروسته لس زره، بيا درې زره او آخر ډيره کمه شوه خو اوس چې امريکا د ايران مهم جنرل قاسم سليماني په عراق کې وواژه تومن پنځه پيسې نور کم شو، مخکې اتيا تومن د يوې پاکستانۍ روپۍ برابر وو اوس پینځه اتیا دی.

د کرنسي کاروبار کوونکی عبدالقادر زیاتوي، که د ايران او امريکا تر منځ شخړه نه وای ايرانۍ يو لک تمن به د دوه لکه پاکستانۍ روپیو برابر وای.

د بلوچستان چېمبر اف کامرس پخوانی مشر جمعه خان باديزی وايي، د ايران او امريکا تر منځ د روانې شخړې له کبله تومن ارزانه شوي دي ځکه نو د بلوچستان تاجران هم له زيان سره مخ دي. جمعه خان وایي:

"تومن په تېرو درو ورځو کې نور ھم کم شو، زموږ له ايران سره باټر ټرېډ [د راکړې ورکړې تجارت] دی، موږ چې هر شئ وړو او راوړو زموږ پکې تاوان دی".

د ښاغلي جمعه خان په وينا دوی د وريځو کاروبار په تومنو کې کوي، وایي اول به يوه پاکستانۍ روپۍ د اويا تومنو برابره وہ اوس يوه پاکستانۍ د ۹۰ تومنو برابره دہ ځکه يې سوداګرو ته لوی تاوان دی.

د بلوچستان د تجارانو په وينا که د ايران او امريکې تر منځ شخړه نوره پسې زياته شي نو ويره ده چې د ټول پاکستان او په ځانګړې توګه د بلوچستان هغه تجاران به له سخت معاشي زيان سره مخ شي چې تجارت یې له ايران سره تړلی دی۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG