لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په اسټرېلیا کې عامو خلکو ته د خطر او وچکالۍ له کبله لس زره اوښان وژل کېږي


واشنګټن ــــ د اسټرېلیا چارواکو د هغو لس زره اوښانو د وژلو پرېکړه کړې چې په وروستیو کې د زیاتې ګرمۍ له کبله په ځنګلونو کې د لګېدلي اور له کبله په اوبو پسې ابادۍ ته ورځي او د خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.

په اسټرېلیا کې سږ کال تر نورو کلونو زښته زیاته ګرمي ده چې له کبله یې ګڼو ځنګلونو اور اخیستی او په نتیجه کې یې لکونه ځنګلي حیوانان مړه شوي‌ دي،‌ خو له اوره د ژغورنې په خاطر تندې اخیستي زرګونه ځنګلي اوښان د خلکو پر ابادۍ ورغلي دي.

د فرانس پریس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې اسټرېلیایي چارواکو د دې کار لپاره د پوځ له تکړه نښانه ویشتونکو د مرستې غوښتنه کړې چې وایي نن د شورو- چارشنبې په ورځ‌ یې د دغو اوښانو د وژلو کار پیل کړی او ټاکل شوې چې په پینځو ورځو کې بشپړ شي.

چارواکي وایي دغه ځنګلي اوښان ډېرې زیاتې اوبه څښي، چې وایي له کبله یې له موجودې وچکالۍ سره لاس و ګرېوان خلک د اوبو له کمبوت سره مخ کړي ځکه نو یې د هغوی د وژلو پرېکړې کړې ده.

د اسټرېلیا چارواکي وایي د خلکو ابادۍ ته د ورتګ په وخت له دغو اوښانو نه یواځې ودانیو او د خلکو کورونو ته زیان رسېږي بلکې لوی سړکونه یې هم بند کړي وي چې وایي ډرېوران یې له ستونځو سره مخ کړي.

اې ایف پي خبري ایجنسۍ وایي، د پوځ نښانه بازان به په هیلیکاپټر الوتکو کې په ځنګلونو او عامه ابادۍ کې په دغو ځنګلي اوښانو پسې ګرځي او وژني به یې. وایي په ځنګلونو کې ویشتونکي اوښان به هملته پرېږدي خو په ابادۍ کې وژلي اوښان به په یوه پرانیستې سیمه کې ښخ کړي.

د یوې اندازې له مخې په اسټرېلیا کې دا مهال شاوخوا ۱۰ لکه اوښان دي چې وایي ابادي یې ورځ په ورځ زیاتېږي. چارواکي وایي که په دې هېواد کې د اوښانو نسل همداسې زیاتېده نو په راتلونکو له اتو تر لسو کلونو کې به یې شمېر ۲۰ لکو ته ورسېږي.

د جنوبي اسټرېلیا د چاپېریال ساتنې اداره وایي، د اې پي وای په نوم سیمې اوسېدونکي یې له مودو راهیسې د اوښانو کاروبار کوي، خو وايي د وروستۍ وچکالۍ له کبله هغوی د زیاتو اوښانو د ساتلو له ستونځې سره مخ شوي دي.

د ماحولیاتو اداره وایي په ځنګلونو کې د اور لګېدو او وچکالۍ له کبله د حیوانانو ژوند له خطر سره مخ شوی او سلګونه اوښان له لوږې او تندې هم مړه شوي دي، چې وایي پاته شوني یې د کلتوري ځایونو او د اوبو د مهمو سرچینو د ککړتیا سبب کېږي.

XS
SM
MD
LG