لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ سني مسلمانان د قاسم سليماني په وژنه خفه نه دي، رپورټ


د نړۍ د سني مسلمان هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم د ايراني جنرل قاسم سليماني په وژنه ډېره خواشيني نه ده څرګنده شوې او هغه ته د پاکستان مخالفه جنرل ويل شوي دي.

د امریکا د لاسه د ايراني جنرل قاسم سليماني وژنې ته که څه هم په پاکستان کې حکومتي يا پوځي چارواکو بې پلوه غبرګون ښودلی خو په عامه کچه او په ځانګړي ډول په سني مسلمانانو کې د هغه وژنې ته ډېره خواشيني نه ده ښکاره کړی شوې.

د پاکستان يو وتلي ژورنالسټ کامران خان په ټويټر د سليماني د وژنې په اړوند ويلي،

"په دې کې هيڅ شک نشته چې جنرل قاسم سليماني د ايران ياد پوځي کمانډر ؤ خو د بده مرغه هغه مونږ په پاکستان کې د پاکستان پرضد په سختو بيانونو يادؤ. څو ځله هغه په ښکاره ډول په پاکستان د بريد ګواښ کړی ؤ. خو د غم خبره ده چې سليماني انجام ته ورسېدو".

د عدنان نبي په نوم يو تن په ټويټر د سليماني پاکستان ته د ګواښونو يادګېرنه کړې ده.

"تېر کال عېن د جنګ په ماحول کې دې جنرل سليماني پاکستان ته ګواښ کړی ؤ چې زه پاکستان ته خبرداری ورکوم چې زمونږ د صبر پېمانه يې راډکه کړې ته (پاکستان) د سعودي نه ډالرې اخلې په ايران کې پرې ترهګري کوې په سيمه کې يو ګاونډي هېواد هم ستا د ترهګرۍ نه محفوظ نه دی. قلار شه".

قاسم سلیماني تېر کال د فرورۍ په مياشت کې د ايران په اصفهان ښار کې په پاسداران انقلاب ځواک باندې د موټري بمي بريد وروسته پاکستان ته خبرداری ورکړی ؤ چې خپله خاوره د ګاونډي پرضد نه کاروي او دوی به د خپل دښمن نه بدل اخلي هغه که هر چرته وي.

د اردن يو څيړنکار نبيل الاکتوم وايي "د قاسم سليماني په اړوند په عرب او سني مسلمان هېوادونو کې د دښمن احساس کېدو. او د امریکې دپاره په دې کار کولو سره په سيمه کې يوه کلکه مثبته رایې جوړه شوې ده او د امريکې په عراق کې موجودګي پياوړې شوې چې د ايران په سيمه کې د بادشاهت خوب ليده دروغ کړي".

هغه د امریکا د لاسه د سليماني وژنې ته ښه کار ويلي دي.

د اکتوم په څېر ځينې څيړنکاران د سليماني د وژنې وروسته په سیمه کې د نوؤ ګواښونو خبره کوي خو ځینې بيا وايي هيڅ نه شي کېدی.

د عراق يو پخوانی افسر زوبا الراوي وايي، امریکا د سليماني وژنې ته ډېر صبر وکړو ځکه چې د هغه په وېنا د سليماني د ايران انقلابي ځواک په سيمه کې پوځي جاسوسه عملیات کړي او شيعه ملېشه یې روزله او په دوی يې سائبر جنګ مسلط کړی ؤ.

په شام کې سلیماني په دې ياديږي چې هغه په شام کې بهرني شيعه جنګيالي روزلي د هغې مشري يې کوله او په دمشق کې يې د سني مسلمانانو قتل عام کړی ؤ.

ويل کیږي د شام په شخړه کې د ايران د نړیوال انقلابي ځواک د حزب الله سره په ګډه د بشارالاسد د حکومت دفاع کړې او د دې کار دپاره يې د عراق د لس زره شيعه ملېشې سره ۱۵۰۰ ايراني جنګيالي هم په ځای کړي وو.

په استنبول کې د امران سنټر د سټراټيجيکي څيړنې د مرکز مشر عمار کهف وايي،"د سليماني د مشهورتيا يوه وجه دا هم وه چې د شام اليپو ښار يې قبضه کړې او بيا يې په کال ۲۰۱۵ کې روس ته په شام کې د مداخلت ويلي ؤ".

راپورونه وايي د سلیماني د وژنې د وروسته د ايران انقلابي ځواک ګواښ کړی چې په ګلف يا خليجي هېوادونو کې چې چرته هم د امریکا اډې دي هغه به په نخښه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG