لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان تاجران وایي پر ایران د امریکې اقتصادي بندیزونه به یې تجارت اغېزمن کړي


واشنګټن ــــ پاکستان او افغانستان چې له ایران سره پراخې تجارتي اړیکې لري، تاجران یې وایي چې د امریکې او ایران تر منځ وروستۍ شخړې د دوی تجارت هم اغېزمن کړی او اندېښنه لري چې که دا شخړه پسې وغزېږي او امریکه پر ایران اقتصادي بندیزونه ولګوي نو د دوی تجارت به په ټپه و درېږي.

بلوچستان دا وخت د ايراني مالونو غټه منډۍ ده او په مرکزي ښار کوټه کې د ايراني مالونو دپاره ځانګړي مارکېټونه دي چې هلته ايراني غالۍ، شېمپو صابن، درۍ او د خوراکي شيانو بېلابېل مصنوعات پکې خرڅېږي.

د کوټې یو کاروباري تن محمد سردار وایي، مخکې به په يوه ورځ کې له څلوېښت لکه تر پنځوس لکه روپیو پورې سودا کېده، خو وایي په سیمه کې د روانې شخړې له وجې دغه روزګار په يوه ورځ کې پنځه لکه هم نه کېږي:

"که چېرې د متحده ايالتونو او ايران جنګ ونښلي دغه کاروباري چارې به ټولې ودرېږي".

د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت وایي، ایران له هغو پینځو هېوادونو دی چې له افغانستان سره پراخ تجارت لري، وایي که امریکا پر ایران اقتصادي بندیزونه ولګوي نو دا به د افغانستان پر اقتصاد هم اغېز ولري.

د دې وزارت ویاند سمیر رسا امریکا ږغ ته وویل، هند هڅه کوي چابهار بندر د امریکې له اقتصادي بندیزونو لرې وساتي. سمیر رسا وایي، افغانستان او ایران دا مهال تر خپل منځ د 2 اربه ډالرو تجارت لري، چې وایي افغانستان ورڅخه تېل خصوصاً پیټرول اخلي.

بل لور ته افغان تاجران وایي، د دوی مالونه چې له ترکي د ایران پر لاره راتلو، د امریکې او ایران د شخړې له کبله له تېرې یوې اوونۍ په ترکي کې بند پاته دي.

رحمت الله هم په کوټه ښار کې د ايراني غالیو کاروبار کوي، وایي په پاکستان کې ايراني غالۍ ډېر ښه بازار لري خو وایي د ایراني کرنسۍ تومن د ارزښت کمېدو له کبله اوس د دغو ايراني غالیو کاروبار هم په خرابېدو دی.

عبدالحکیم له کوټې څخه پنجاب ته ایراني مالومه وړي، هغه وایي د کوټې له ايراني مارکيټه د پنجاب ډېره غازي خان ښار ته ايراني شېمپو، صابن او نور خوراکي شیان وړي، وایي دغه ايرانی سامان په کوټه کې ډېر ارزانه دی او په پنجاب کې ګټه پر کوي خو اندېښنه لري چې اوسني حالات به دده کاروبار و دروي.

پاکستان د بلوچستان د دوو غټو ټرانزټي لارو تفتان او پنجګور له لارې له ایران سره قانوني تجارت کوي، خو د دواړو هېوادونو تر منځ شاوخوا 900 کیلوميټره اوږده پوله د قاچاک دپاره هم کارول کېږي او د نورو مالونو تر څنګ ايراني ډيزل او پیټرول په پراخه کچه بلوچستان ته راوړل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG