لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران کې د اوکراین الوتکې له نسکوریدو وروسته د نړۍ الوتکې د افغانستان له هوايي حریم نه ګته اخلي


دا خبره د افغانستان د هوايي چلند ادارې کړې ده او ویلي دي د افغانستان له فضا څخه دنړۍ او دسمې دهیوادونو د الوتکو الوتنه ۲۵ فیصده لوړه شوې ده.

د افغانستان هوایي چلند ادارې مشر محمد قاسم وفايي زاده په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي وروسته له هغې چې داوکراین هیواد اړوند یوه ملکي الوتکه په ایران کې را ولویده د ایکاوپه نوم د ملکي هوايي چلند نړیوال سازمان اود ایاتا په نوم دهوايي لیږد رالیږد ټولنې له افغانستان څخه غوښتنه وکړه چې په خپله هوايي حریم دالوتکو دتیریدوپه چارو کې مرسته وکړي.

نوموړي ویلي افغان حکومت او اړوندو ادارو په دې برخه کې دې سازمانونو اود ټولنو وړاندیز منلی او دا مهال د افغانستان له فضايي حریم څخه دنړۍ او دسیمې دهیوادونو دالوتکو پروزونه دوام لري.

دهوايي چلند ادارې دمعلوماتو له مخې په ایران کې دامنیتي اندیښنو له امله دبهرنیو هیوادونو الوتکو خپل مسیر بدل کړی او هره ورځ دافغانستان له فضا څخه د ۲۶۱ الوتکې تیریږي اوپه بدل کې له هرې الوتکې څخه افغان حکومت ۷۰۰ ډالره ټیکس ترلاسه کوي.

په دې وروستیو کې د افغانستان هوايي چلند ادارې دهوايي لیږد رالیږد نړیوالې ټولنې ته خواست کړی و چې دافغان فضايي حریم نه د اګټې اخیستو ټیکس یا مالیه دې له ۷۰۰ ډالرو ۹۵۰ ډالرو ته لوړه شي او دا غوښتنه هم منل شوې او په راتلوونکې جولای میاشت کې به عملي کیږي.

دافغان حکومت د اړوند ادارې دمعلوماتو له مخې هره ورځ په اوسط ډول د افغانستان له فضا څخه ۲۶۱ الوتکې تیریږي او تیرکال له همدې لارې ۶۶ میلیونه ډالره جمع شوي و.

د افغانستان په هوايي حریم دنړۍ او دسیمې دهیوادونو دالوتکو الوتنې په داسې زیاتې شوي چې دتیرې چهار شنبې په ورځ د اوکراین یوه ملکي الوتکه دایران لخوا په توغندي وویشتل شوه او په کې سپاره ټول ۱۶۷ سپرلۍ اود الوتکې ۹ تنه عملیه وژل شوي و.

دایران هیواد دمسافرو دلیږد اوکریني الوتکې د ویشتلو زمه واري ومنله او وې ویل چې داغه الوتکه په سهوې سره ویشتل شوې وه.

د اوکراین الوتکې له ۱۶۷ مړه شویو سپرلیو څخه ۱۰ تنه دافغانستان اوسیدونکي دي او په ایران کې افغان سفیر ویلي دافغانستان د وژل شویو کسانو د جسدونو دپیژندګلوی لپاره ډې این اې ته اړتیاده اواو د دې چارو له بشپړیدو وروسته به یې افغانستان ته انتقال کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG