لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د سعودي عرب د ۱۲ نه زيات پوځي زده کوونکي اوباسي


امریکايي چارواکو ويلي پلان لري چې په امریکا کې د سعودي عرب د ۱۲ نه زیات پوځي زده کړې کوونکي اوباسي، ځینې راپورونه وايي دا شمېره د ۲۰ نه سېوا کېدی شي.

د سي اېن اېن د رپوټ ترمخه امریکايي چارواکو دغه پرېکړه د دسمبر په مياشت کې د سعودي عرب د يو افسر محمد الشامراني په امریکايي پوځي اډه کې د بريد چې پکې درې امریکايان وژل شوي وروسته شوې ده.

سي اېن اېن ويلي ځينې سرچينو ویلي تازه چې د سعودي عرب کوم پوځي زده کوونکي ويستل کيږي د دوي د تندلارو سره اړیکې دي او ځينې داسې تورونه هم لګوي چې د دوي سره د ماشومانو لوڅې ويډيوز وې.

اېن پي ار د ټرمپ د انتظاميې اړونده پېښې ته کتونکو نزدې چارواکو له قوله ويلي امریکا د سعودي عرب د ۲۰ نه زيات پوځي روزنې ترلاسه کوونکي اوباسي.

د دسمبر په مياشت کې د سعودي عرب پوځي زده کړې کوونکي محمد الشامراني په فلورېډا ریاست کې په پوځي اډه کې دننه ډزې کړې درې امريکايان يې وژلي او اته نور ژوبل کړي وو.

الشامراني هم د پوليسو په ډزو کې وژل شوی ؤ.

د يادې پېښې وروسته پېنټاګون د سعودي عرب د هوابازانو غېر تدريسي روزنه هم د څه وخت دپاره ځنډولې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG