لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ د قاسم سلیماني د ګواښونو په اړه پوښتنې بې ارزښته بللې


ولسمشر ټرمپ او د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابړټ اوبراین
ولسمشر ټرمپ او د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابړټ اوبراین

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ګل یا دوشنبې په ورځ هغه پوښتنې بې ارزښته وبللې چې قاسم سلیماني په منځني ختیځ کې د امریکا ګټو ته څومره ګواښ و.

ټرمپ د خپلې ادعا لپاره هېڅ ډول شواهد نه دي وړاندې کړي چې ترهګر سلیماني غوښتل د امریکا څلور سفارتونه والوځوي.

د امریکا مهمو مشرانو د یکشنبې یا اتوار په ورځ دا رد کړه چې دوی کوم داسې ځانګړی ګواښ لیدلی وي.

ټرمپ په ټوېټر ویلي، د امریکا مهمې رسنۍ او په ډیموکراټ ګوند کې د هغوی ملاتړي په دې کار کوي چې ایا د ترهګر سلیماني لخوا راتلونکي بریدونه خطرناک و او که نه او دا چې زما اداره په دې موافق ده؟

دې دواړو پوښتنو ته ځواب یو قوي هو ده خو د سلیماني خطرناکې ماضي ته په کتلو سره په رښتیا هم دا ډېره پروا نه کوي.

ټرمپ دا هم وویل، چې مخالف ډیموکراټان او خبري رسنۍ هڅه کوي چې ترهګر سلیماني څخه یو ښه سړی جوړ کړي ځکه چې ما هغه کار وکړ چې باید په تېرو شلو کالو کې شوی وی.

"هر څه چې زه کوم که هغه د اقتصاد، پوځ او یا بل هر څه په اړه وي هغو ته به د کیڼ اړخو تندرو ډیموکراټانو لخوا چې هېڅ هم نه کوي په سپکه سترګه کتل کېږي."

په همدې اړه د امریکا ددفاع وزیر مارک ایسپر سي بي اس خبري څانګې ته د یکشنبې يا اتوار په ورځ وویل:

"ما و نه لیدل چې د ایران استخبارات دي زمونږ څلورو سفارتونو ته کوم غټ ګواښ متوجه کړی وي خو کله چې ولسمشر ترمپ دا خبره کوي نو زه پرې باور کوم."

نوموړي په یوې بله مرکه کې سي ان ان ته ویلي، چې سلیماني د امریکا په ودانیو باندې له بریدونو څخه ډېرې ورځې وروسته وه مخکې له دې چې د جنورۍ په دریمه نېټه پرې د ډرون برید وشو.

ایران ددغه برید په ځواب کې په عراق کې د امریکا په اډو باندې ۱۶ بلسټیک توغندي وتوغول.

ددغو بریدونو په اړه امریکا وايي، دوی له برید څخه څو ساعته مخکې خبر وو چې له امله یې دوی وتوانېدل خوندي ځایونو کې ځآی پر ځای شي.

په دغو بریدونو کې د مرګ ژوبلې راپورونه نه شته.

په کانګرس کې د سلیماني په اړه د راپور ورکولو پر وخت د استازو د جرګې د استخباراتو د کمېټې مشر اډم شېف وویل:

د ټرمپ د ادارې چارواکو په څلورو سفارتونو باندې د بریدونو د ګواښ په اړه هېڅ وخت څه نه دي ویلي.

خو د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابړټ اوبراین د یکشنبې یا اتوار په ورځ فاکس نیوز ته وویل:

"دوی زمونږ په دې استخباراتي مالوماتو باور کولای شي" چې د سلیماني لخوا د ګواښونو په اړه دي.

خو هغه وویل، دا ګواښونه د سلیماني او قدس ډلې لخوا وو او دا ګرانه وه چې په دې اړه رسا مالومات ولري.

هغه وویل، په سیمه کې د امریکا سفارتونو ته د پام ګواښونه وو بې له دې چې د څلورو سفارتونو یادونه وکړي.

د استازو په جرګه کې د ډیموکراټانو مشرې نینسي پیلوسي اې بي سي ته په روانه اونۍ کې وویل:

"زه فکر نه کوم چې حکومت د امریکا له کانګرس سره سم چلېږي.

کله چې تهران په امریکايي ځواکونو باندې په عراق کې توغندي وویشتل نو ټرمپ له پخوانیو ګواښونو څخه په شا شو چې د ایران پرضد به نور پوځي بریدونه وکړي بلکه ددې پرځای یې په ایران باندې نور اقتصادي بندیزونه ولګول.

اوبراین دا هم وویل، د ایران پرضد د امریکا د زیات فشار کمپاین کار کوي.

ایران خپک شوی او اوس تهران هغه پیسې نشي ترلاسه کولای په کومو چې په منځني ختیځ کې د قدس پوځي عملیاتو ته لګښت برابرېږي.

امریکا وايي، په تهران باندې د دوی اقتصادي بندیزونه به بلاخره ایران دې ته مجبور کړي چې د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په اړه خبرو ته چمتو شو له هغه تړون څخه چې ټرمپ وتلی دی

Recommended

XS
SM
MD
LG