لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په عراق کې د ايران په ميزايل بريدونو کې بچ پاتې شوؤ امریکايي سرتېرو په دوی تېر شوی حال ويلی


امریکايي پوځي چارواکو ويلي په اتمه جنورۍ چې ايران په عراق کې په دوه پوځي اډو د بېلسټک ميزايلو کوم بریدونه کړي دوی پکې په معجزانه توګه بچ پاتې شوي او په دغو بريدونو کې پوځي تاوان نه دی شوی.

ايران د خپل قدس ځواک د مشر جنرل قاسم سليماني د وژنې په بدل کې په عراق کې د امریکايي پوځ د استوګنې په دوه اډو عېن الاسد او اربيل د بېلسټک ميزايلو بريدونه کړي وو.

امریکې قاسم سليماني په درېمه جنورۍ په بغداد کې په يو ډرون بريد کې وژلی ؤ.

د امریکايي پوځيانو د استوګنې په اډو د بېلاسټک ميزايلو د بريدونو په اړوند د امريکې د هوايي ځواک يوې ښځينه افسرې لفټننټ کرنل اسټېکي کوليمنېن ويلي په دغو بريدونو کې بچ پاتې کېدل د معجزې نه کم نه ؤ او په دې بريدونو کې ورته تاوان نه دی اوښتی.

نوموړې د عراق په انبار ښار کې د دغو بريدونو په اړوند ژورنالسټانو ته حال ويلی دی.

په انبار کې د امریکا ۱۵۰۰ سرتيري موجود دي او مشري يې ښځينه افسره اسټېکي کوليمېن کوي.

د روئټرز ترمخه د ايران په بېلسټک ميزايل بريدونو کې په الاسد بېس کې ديوالونو او نور سامان ته تاوان اوښتي او پوځي سرتيرو ویلي د کومو ديوالونو شاته چې دوی پټ شوي هغه هم تباه شوي دي.

يو بل پوځي چارواکي ټومي کالډويل ويلي د بريد نه څو ساعته وړاندې دوی ته د بريد په اړوند خبر ترلاسه شوی ؤ.

کوليمېن ويلي د شپې په لس بجې دوی ته خبر ترلاسه شوی او دوی خوندي ځای ته منتقل شوي او بيا نزدې درې نيم ساعته وروسته ميزايلې داغل پېل شوي وو.

د عراق چارواکو ويلي ايران ۲۲ ميزايلې داغلې وې چې پکې ۱۷ په الاسد اډه ويشتل شوې وې.

يو بل چارواکي ويلي دوی د هيلي کاپټرو په بنکرو کې پټ شوي او هلته دوی شايد د اووه يا اته ساعتونو پورې ناست وو.

کوليمېن ويلي دوی اورېدلي وو چې ملېشه به راکټې داغي او دوی د هغې نه ويره نه لرله خو د بېلسټک ميزايلو بريدونه د دوی دپاره حېرانوؤنکي وو.

د يادو بېلسټک ميزايلو د بریدونو وروسته امریکې په ايران نور سخت اقتصادي بندېزونه لګولي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG