لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ د بې درکه خلکو پر وکیل انعام لرحیم د جاسوسۍ د تور له کبله د هغه د خوشي کېدو امر رد کړ


واشنګټن ــــ د پاکستان سرکاري وکیل ستر عدالت سپریم کورټ ته د بې درکه خلکو د وکیل انعام الرحیم د مقدمې په اورېدنه کې هغه د هېواد په جاسوسۍ تورن کړی او عدالت د لاهور هایکورټ هغه امر رد کړی،‌ چې د هغه د خوشي کېدو لپاره یې کړی وو.

لاهور هایکورټ د جنورۍ په ۹مه د هغه نیول غیرقانوني ګڼلي وو او د پاکستان پوځ ته یې د هغه د سمدستي خوشي کولو امر کړی وو. د تحریک انصاف حکومت د لاهور هایکورټ د دې امر خلاف د تېرې شنبې- خالي په ورځ سپریم کورټ ته درخواست ورکړی وو او دغه پرېکړه یې چېلنج کړې وه.

د پاکستاني رسنیو ته خبر له مخې سپریم کورټ نن د نهې- سه شنبې په ورځ‌ په لاهور هایکورټ کې د وکیل انعام رحیم د نیول کېدو په اړه جمع شوی تفصیل وغوښت، چې بیا سرکاري وکیل انور منصور خان دغه په لفافه کې بند رپوټ عدالت ته وړاندې کړ.

د مقدمې د اورېدنې په مهال قاضي مشیر عالم وپوښتل چې د وکیل انعام الرحیم په ضد په کوم بنیاد مقدمه درج کړل شوې، سرکاري وکیل یې په جواب کې وویل چې د هغه له لیپټاپ څخه ډېر مواد تر لاسه شوي دي.

قاضي مشیر عالم سرکاري وکیل ته ویلي، چې د هغه د نیولو څه جواز ضرور باید وي، وایي د قانون له مخې دا ضروري ده چې د هغه د نیول کېدو سبب څرګند شي او په هغه بنیاد د ده د جرم اندازه لګېدای شي.

سرکاري وکیل بیا عدالت ته په وینا کې پر ریټایر شوي پوځي افسر او وکیل انعام الرحیم له یوه جاسوسي نیټورک سره د تړلو تور پورې کړی او هغه یې جاسوس بللی دی. سرکاري وکیل انور منصور خان عدالت ته ویلي:

"رحیم د [پاکستان] د ایټمي وسلو، د ای ایس ای [استخباراتي ادارې] او د ځینو خلکو په اړه معلومات لرل".

قاضي منصور علي شاه سرکاري وکیل پوښتلی، آیا ستا مقصد دا دی چې هغه معلومات لرل او له دښمن سره یې شریک کړي‌ دي؟

په جواب کې یې سرکاري وکیل ویلي: "هو، کرنل انعام الرحیم جاسوس دی او د ده تر شا یو لوی نیټورک دی چې ډېر کسان یې تر څارنې لاندې دي".

قاضي مشیر عالم د اورېدنې په مهال پوښتلي چې د وکیل انعام الرحیم په مقدمه کې په هغه پسې څومره پلټنه شوې نو سرکاري وکیل ورته ویل، د پلټنو تر بشپړېدو پورې هغه دا ازادي نه لري چې د کورټ مارشل په اړه څه ووایي، کله چې پلټنې بشپړې شي بیا هغه د ځان د دفاع پوره ازادي‌ لري.

د پاکستان د وکیلانو تنظیم سپریم کورټ بار اېسوسي اېشن مشر قلبِ حسن د ګل- دوشنبې په ورځ‌ د انعام الرحیم د مقدمې د اورېدنې په مهال د سپریم کورټ قاضیانو ته ویلي وو،‌ وکیلان پوهېږي چې د انعام الرحیم د نیول کېدو سبب څه دی. حسن ویلي:

"وکیل په دې خاطر نیول شوی چې هغه د سپریم کورټ بینچ ته د پوځي قانون کاپۍ ورکړې وه چې د پوځ د مشر د نوکرۍ د مودې غزولو په اړه د مقدمې اورېدنه یې کوله".

د لاهور هایکورټ د راولپینډۍ څانګې قاضي مرزا وقاص رؤف پخپله پرېکړې کې ویلي وو، د پوځ له خوا د ښاغلي‌ انعام الرحیم نیول کېدل غیرقانوني او بې جوازه دي، هغه باید ژر خوشی کړل شي.

د وکیل انعام الرحیم زوی حسنېن انعام د دسمبر پر ۱۷ مه رسنیو ته ویلي وو، چې له اتو تر لسو پورې کسان په تورو جامو کې- چې د پاکستان بیرغونه یې هم پر مټو ټومبلي وو- د شپې مهال د دوی کور ته ور ننوتل او د ده پلار یې په زوره له ځان سره بووت.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG