لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له کیمیاوي سرې بار د افغانستان لومړۍ تجارتي بېړۍ له دوبۍ ګوادر ته رسېدلې


واشنګټن ــــ د افغانستان لپاره له سرې بار د افغان ټرانزیټ ټرېډ لومړنۍ بېړۍ د نهې- سه شنبې په ورځ‌ د بلوچستان ګوادر بندر ته رسېدلې چې اوس به د کنټینر لاریو په وسیله د چمن له لارې افغانستان ته وړل کېږي.

ټاکل شوې وه چې په تېره اکتوبر میاشت کې په کنټینرونو کې بار دغه ۱۵ زره ټنه کیمیاوي سره (کهاد) د ګوادر له لارې افغانستان ته ولېږدول شي،‌ خو د ځینو کسټم ستونځو له کبله تر څو میاشتني ځنډ وروسته ګوادر بندر ته په لومړۍ تجارتي بېړۍ کې رسېږي.

ګوادر بندر ته د افغانستان د تجارتي بېړۍ د راتګ اعلان په اسلام اباد کې د چین سفارت کړی،‌ چې په پاکستان کې د اربونو ډلرو په لګښت اقتصادي لاره جوړوي. سفارت ویلي د دې اقتصادي لارې مقصد یې د سیمې تر منځ‌ اقتصادي پیوستون دی.

د امریکا ږغ د خبر له مخې دغه په سامانونو بار بېړۍ د عربي اماراتو د دوبۍ له بندره ګوادر ته رسېدلې، چې سامانونه به یې د کسټم له خوا تر کلېرنګ وروسته له بېړۍ کوزېږي او افغانستان ته به لېږل کېږي.

پاکستاني رسنۍ وایي، د دې تجارتي‌ بېړۍ په وخت په ګوادر کې د نجونو د کالج ګڼ شمېر زده کوونکو د بندر مطالعاتي دوره کوله، چې په دې مهال یې د افغانستان د تجارتي بېړۍ هرکلی کړی دی.

د پاکستان د تجارت وزارت هم د افغان ټرانزیټ بېړۍ په اړه خبر خپور کړی او ویلي یې دي "یوه لویه باروړونکې بېړۍ ګوادر بندر ته را رسېدلې، چې په کنټینر لاریو کې تر ډکولو او بارولو وروسته به افغانستان ته وړل کېږي".

افغانستان عموماً خپل لېږدوونکي یا ټرانزیټ تجارتي مالونه له پاکستان سره د دوه اړخیز تجارتي تړون په بنیاد د کراچۍ او قاسم بندرونو له لارې را غواړي، خو دا لومړی ځل دی چې په کنټینرونو بار بېړۍ یې د ګوادر بندر له لارې راغلې ده.

پاکستاني چارواکي وایي، افغانستان ته ۴۷ فیصده تجارتي صادرات یا برآمدات کوي، خو د دې تر څنګ د افغان ټرانزیټ‌ ټرېډ ۶۰ فیصده صادرات ورته د تورخم پولې له لارې کېږي. وایي د ګوادر بندر له لارې به هم په افغان ټرانزیټ ټرېډ کې زیاتوالی راولي.

چین او پاکستان ویلي، دوی پلان لري چې په افغانستان کې تر بشپړ امنیت وروسته د چین پاکستان اقتصادي لاره خپل دې په وچه کې را ګېر ګاونډي هېواد ته هم و غزوي.

اقتصادي کارپوهان وایي، په داسې حال کې چې د امریکې او ایران د خرابو اړیکو له کبله د افغانستان او پاکستان تجارت هم اغېزمن شوی او کېدای شي پر چابهار بندر د افغانستان تکیه کمزورې کړي، د ګوادر بندر له لارې افغان ټرانزیټ به وده وکړي او د افغان او پاکستاني تاجرانو تجارت به هم ورسره پرمختګ وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG