لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هیومن رایټس واچ: پاکستان تېر کال مطبوعات، ګوندونه او تنظیمونه تر سخت فشار لاندې ساتلي‌ وو


اسلام اباد ــــ د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هيومن رايټس واچ ويلي چې په ٢٠١٩م کال کې د پاکستان حکومت مطبوعات، مخالف سياسي ګوندونه او د خيرښېګړې غيرسرکاري تنظيمونه تر سخت فشار لاندې ساتلي وو.

د بشري حقونو نړيوال تنظم هېومن راټس واچ په تېر کال کې د نړۍ د بشري حقونو د حالت په اړه پخپل تازه جاري کړي رپورټ کې وایي چې په پاکستان کې مطبوعات او اليکټرانکي ميډيا په حکومت د تنقيد له امله د چارواکو له خوا د زياتېدونکي فشار سره مخ پاتې شوي او د هېواد د ميډيا د انتظام او څار حکومتي ادارو په کيبل نيټورک د تنقيدي پروګرامونو د نشر کولو څخه منع کړي دي.

رپورټ مخکې وایي چې د پاکستان حکومت د رایې د اظهار لپاره د ازاد ماحول پيدا کولو په اړه د خپلو جمهوري فرايضو په تر سره کولو کې پاتې راغلی. د هېومن راټس واچ د اېشيا د څانګې ډايريکټر بريډ ايډم وایي، بايد چې د پاکستان د وزير اعظم عمران خان حکومت د بشري حقونو سرغړونو ته د پام را ګرځوونکو د غلي کولو پر ځای د هېواد دننه د بشري حقونو د ذمه واریو تر سره کولو ته پاملرنه وکړي.

د رپورټ تر مخه هيومن رايټس واچ په پاکستان کې د غيرسرکاري ادارو د وېرولو او دړکو باوري رپوټونه هم تر لاسه کړي او د غيرسرکاري ادرو د اندراج په اړه حکومتي تګلاره د هغوی د ثبت کولو مخه نيسي.

په پاکستان کې د مېډيا د پرمختګ او ازادۍ دپاره کارکوونکې غيرسرکاري ادارې مېډيا مېټرز فار ډيوموکريسي مشر اسد بېګ وي او اې ډيوه ته ویلي، په تېر کال کې د حکومت له خوا سياسي سنسرشپ سېوا شوی دی.

اسد بېګ وایي سياسي سنسرشپ ځکه خطرناک دی چې له دې څخه يواځې يوه سياسي ډله فايده اخلي او دا جمهوريت ته زيان رسوي.

هېومن رايټس واچ په خپل رپورټ کې په پاکستان کې دننه د حکومت له خوا د سياسي ډلو د فعالينو د نیولو يادونه هم کړې او د وکيلانو او د بشري حقونو د ډلو له خولې وایي چې په پاکستان کې سياسي مخالفينو ته په مقدمو کې ځان د سمې دفاع حق نه ورکول کيږي او ځنې سياسي مشران اوس هم د بډو رشوتونو په تور بنديان دي.

رپورټ زياتوي چې په ٢٠١٩م کال کې هم پاکستان د مذهب د سپکاوي په لانجمن قانون کې په بدلون راوستلو ناکامه شوی او تنظیم د پاکستان قانون نافذوونکې ادارې په هېواد کې دننه د بشري حقونو او د خلکو په غیرعدالتي وژنو کې ککړ بولي او وایي چې پاکستان د نړيوالو قوانينو لاندې په دې کې هم پاتې راغلی چې تشدد يو جرم اعلان کړي.

په پاکستان کې د بشري حقونو د خپلواکه تنظيم ايچ ار سي پي د خيبرپښتنخوا د څانکې مشر دوست محمد خان وي‌ او اې ډيوه ته وایي، ٢٠١٩م کال په پاکستان کې په مطبوعاتو د بنديزونو کال وو او پښتون ژغورنې غورځنګ ته په مېډيا کې ځای نه ورکول د دې بنديز ژوندی مثال دی.

ډيوه رېډيو د هيومن رايټس واچ د دې رپورټ په هکله د حکومتي دريځ په معلومولو کې ناکامه شوې خو په دې وروستیو کې د پاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي وو چې په پاکستان کې مطبو عات د غربي نړۍ د مطبوعاتو نه هم زيات ازاد دي.

هېومن رايټس واچ د خپل رپورټ په اخر کي ليکي، بايد چې د پاکستان چارواکي د خلکو مختلفې رایې د کمزورۍ پر ځای خپل طاقت وګڼي او بريډ ايډم وایي پر ځای ددې چې مخالف اوازونه غلي کړل شي، حکومت ته پکار دي چې قانون نافذوونکې ادارې جوابده وګرځوي، امتيازي قوانين ختم کړي او د قانون د عملدارۍ باوري کولو ته خپل حقيقي عزم وښیي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG