لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په بلوچستان کې واورو د پولیو پینځه ورځنی ځانګړی کمپېن اغېزمن کړی


واشنګټن ــــ د خیبرپښتونخوا غوندې په بلوچستان کې هم د پولیو د زیاتو پېښو تر رپوټ کېدو وروسته د دې وایرس د مخنیوي لپاره په صوبه کې ماشومانو ته د ګوزڼ له ناروغۍ د ژغورنې پینځه ورځنی کمپېن اعلان شوی خو وروستیو ګڼو واورو دغه کمپېن اغېزمن کړی دی.

په بلوچستان کې د پوليو د مخنيوي دپاره د کارکوونکي پوليو ايمرجنسي اپرېشن سنټر چارواکي وایي چې د روانې مياشتې پر ۱۳مه د صوبې په نهو (۹) ضلعو کې د پوليو په ضد کمپېن شروع کېده خو د زياتې واورې او بارانونو له امله دغه کمپېن وځنډول شو.

له پولیو په دغو نهو اغېزمنو سیمو کې یواځې په پینځو ضلعو جعفراباد، نصیراباد، جهل مګسي، صحبت پور او بولان کې ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو کمپېن- چې وړمه ورځ پیل شوی- نن هم تر سره شو، خو له پاته څلورو ضلعو څخه یواځې په دوو ضلعو سیوۍ او هرنایي کې هم دغه کمپېن د شورو- چارشنبې په ورځ‌ پیل شو.

د هرنایي د روغتیایي ضلعي افسر ډاکټر رشيد ناصر وایي، که څه هم هلته لا ګڼې واورې پرتې دي او لارې بندې دي خو وایي د کمپېن دپاره یې ټول انتظامات مکمل کړي دي. ډاکټر رشید وایي په دغه ضلع کې هم په درو يونين کونسلو کې کمپېن ځنډېدلی، ځکه چې وایي واورو لارې بندې دي:

"دلته څورلس یونین کونسله دي چې یوولسو ته مو د پولیو ډلې لېږلې دي او ماشومانو ته څاڅکي ورکوي خو په درو یونین کونسلو زردار، خوست او زرګوده کې مو دغه کمپېن د واورو له کبله ځنډولی دی".

د روغتیا چارواکي وایي، په دغو له پولیو اغېزمنو نهو ضلعو کې قلات او مستونګ هم شاملې دي،‌ چې وایي د واورو له کبله لا هم هلته د پولیو ډلې نه شي‌ ورتلای ځکه یې په دغو ضلعو کې دغه ځانګړی پینځه ورځنی کمپېن د یوې اوونۍ لپاره ځنډولی دی.

د بلوچستان د روغتیا چارواکي‌ وایي،‌ په دغو نهو ضلعو کې یې د پولیو په ضد د وېکسین د ځانګړي کمپېن پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې په دغو ضلعو کې د پولیو نوې پېښې مخې ته راغلې.

د پولیو د مخنیوي لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې وایي، په دغو سیمو کې اوس هم د ناولو اوبو په نالیو کې د پولیو وایرس شته او که ماشومانو ته له پولیو د ژغورنې څاڅکي پر وخت ور نه کړل شي نو دا ویرس نور هم خپرېدای شي او نور ماشومان هم له دې زیانمنې ناروغۍ اغېزمنېدای شي.

ټاکل شوې وه چې د پولیو په دغه پینځه ورځني ځانګړي کمپېن کې شپږ لکه ماشومانو ته څاڅکي ورکړل شي،‌ خو د خراب موسم او واورو له کبله چې په ځینو سیمو کې دغه کمپېن ځنډول شوی، نه ده څرګنده چې څومره ماشومان به په دې کمپېن کې وېکسین شي.

په 2019م کال کې په بلوچستان کې د پولیو 11 پېښې رپوټ شوې وې، چې څلور په کلا عبدالله، درې په جعفراباد او یو- یو په نصیراباد، مستونګ، کوټه او هرنایي ضلعو کې مخې ته راغلي وو.

XS
SM
MD
LG