لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د ممنوعه توکيو په سر په پينځه پاکستانيانو فرد جرم لګولی


د امريکې يو عدالت د ممنوعه جوهري توکيو د صادراتو (برامداتو) په سر په پينځه پاکستانيانو فرد جرم لګولی دی. د امريکې د انصاف محکمې د شورو، چهارشنبې په ورځ ويلي دغو کسانو د يوې نړيوالې شبکې دپاره کار کولو.

په دغو کسانو تور دی چې د امریکې جوړ توکي به يې د پاکستان (اېډوانسډ انجينيرنګ ريسرچ ارګنايزېشن او د پاکستان اټامک انرجۍ پروګرام ته لېږل.

د دغو غېر قانونه صادراتو ټوله شمېره ۳۸ وه، د کومو په اړوند چې ويل شوي د ستمبر ۲۰۱۴ نه تر اکتوبر ۲۰۱۹ پورې یې په ناجايزه توګه د صادراتو هڅه شوې ده خو د دغو توکيو تفصيل نه دی ويل شوی.

ويل شوي دې ټولو تورن کسانو د راولپنډۍ د يو فرضي شرکت (بزنس ورلډ) سره تړاؤ لرلو،

د امریکې د انصاف د محکمې په وېنا په دغو کسانو کې د پاکستان سره تعلق لرونکي ۴۱ کلن محمد کامران ولي، ۴۸ کلن محمد احسن ولي او ۸۲ کلن ولي محمد شېخ چې تعلق يې د کېنېډا سره دی شامل دي.

د امریکې د انصاف محکمې ويلي چې د اشرف خان محمد تعلق د هانګ کانګ سره او د ۵۲ کلن احمد وحيد تعلق د برتانیې د الفرډ ښار سره دی، په تورنو کسان پسې وارنټ جاري کړی شوی خو نيول شوي نه دي.

ويل شوي د پاکستان ياد دوه شرکتونه د امریکې د محکمه تجارت په نوملړ کې شامل دي خو د دې دپاره لائسنس پکار وي ځکه چې د دې هلې ځلې د امریکې د ملي امنیت او بهرنۍ پاليسۍ د ګټو پرضد ګرځول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG