لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان: عدالت د نجلۍ تښتونې په تور د پخواني داخله وزیر سرفراز بګټي د نیولو امر کړی


واشنګټن ـــ د بلوچستان یوه ځایي عدالت سېشن کورټ د یوې لس کلنې نجلۍ په تښتولو کې د لاس لرلو په تور د صوبې د پخواني داخله وزیر او اوسني سنېټر سرفراز بګټي د ضمانت درخواست رد کړی او د هغه د نیولو امر یې کړی دی.

پر سرفراز بګټي تور دی چې د یوې لس کله نجلۍ په تښتولو کې یې لاس درلود.

سرفراز بګټي ویلي، توکل علي یې ملګری ضرور دی خو وایي د نجلۍ له تښتولو سره یې هیڅ کار نه شته. د بګټي وکیل عدنان اعجاز وایي:

"تر نیول کېدو مخکې ضمانت عدالت رد کړی دی چې په خلاف به یې موږ سبا هایکورټ ته د ضمانت درخواست ورکوو".

د تښتول شوې نجلۍ انا (نیا) د کوټې ښار په بجلي تاڼه کې مقدمه درج کړې وه او ویلي یې وو چې د دې لور سهرش په 2013م کال کې خپل مېړه وژلې وه. په مقدمه کې یې د توکل علي په نوم تن هم تورن کړی دی.

په مقدمه کې مدعي ښځې ویلي، د لور تر وژل کېدو وروسته یې لمسۍ ماریه علي له دې سره اوسېده، چې عدالت د روزنې لپاره ور سپارلې وه.

ښځې ویلي د 2019م کال د دسمبر پر 7مه چې دې خپله لمسۍ له خپل پلار توکل علي سره د لیدو لپاره عدالت ته بوتله، نو هغه یې لمسۍ په زوره پخپل موټر کې کښېنوله او د سرفراز بګټي کور ته یووړه.

ځینې پاکستاني رسنۍ وایي د عدالت تر امر وروسته پولیسو سرفراز بګټی نیولی او د کوټې ښار په یوه پولیس تاڼه کې یې بندي کړی دی، خو دا خبر تر اوسه په بشپړه توګه نه دی تایید شوی.

سرفراز بګټی له 2013م کال تر 2018م کال پورې د بلوچستان د داخله چارو وزیر اوسېدلی او اوس د بلوچستان عوامي ګوند له خوا د پاکستان د سېنټ غړی دی.

XS
SM
MD
LG