لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرايل وايي ايران سږ کال ايټم بم جوړولی شي


د اسرايل د پوځ استخباراتو ويلي د ايران سره به د دې کال د اخرې پورې د ايټم بم جوړولو دپاره پوره افزوده يورينيم وي. خو د اسرايل وزيراعظم بنيامين نېتن ياهو ويلي ايران به ايټمي قوت جوړېدو ته نه پرېږدي.

د اسرايل پوځي څيړنکار وايي د ايران سره به د ۲۰۲۰ د اخرې پورې دومره افزوده يورينيم وي چې د ايټمي بم جوړولو دپاره پکار وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د امریکا او ايران ترمنځ تريخوالی د جګړې تر حده رارسېدلی دی.

امریکا په کال ۲۰۱۸م کې د ايران سره د نړیوالو قوتونو د ايټمي تړون څخه جدا شوې او د اسرايل څيړونکي وايي ايران به د ايټمي بم جوړولو هڅې بيا پېل کړي.

د ايران صدر حسن روحاني په ۱۶م جنورۍ په ټيلي ويژن وېنا کې ويلي ؤ چې ايران د کال ۲۰۱۵م د جوهري تړون وروسته زيات يورنيميم افزوده کوي څومره چې په تړون کې ټاکل شوي وو.

هغه ويلي ؤ په ايران فشار دی خو دوی مخ په وړاندې روان دي.

د اسرايل استخباراتي چارواکو ويلي دوی د شمېرو په حساب خپله اندازه لګوي چې ۹۰ فيصده افزوده ۴۰ کيلو يورينيم د يو ايټم بم جوړولو دپاره پوره وي.

ايران څو مياشتې مخکې ويلي ؤ چې اوس ځان د جوهري بم د تړون پابند نه ګڼي او د يورينميو د افزوده کولو په هڅو کې به سېوا والی کوي.

د اسرايل وزيراعظم نېتن ياهو ويلي اسرايل خبر دی چې د ايران د ايټمي پروګرام سره څه روان دي خو اسرايل به ايران دې ته نه پرېږدي چې ايټمي وسله ترلاسه کړي.

نېتن ياهو په يورپي هېوادونو ټينګار کړی چې د جوهري تړون ماتولو په سر په ايران نوي بندېزونه ولګوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG