لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سروې رپوټ: د پاکستان په زندانونو کې تر نیمایي زیات بندیان سزا نه دي او زرګونه ناروغان دي


واشنګټن ــــ د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزارت پخپل یوه څېړنیز رپوټ کې ویلي، د دې هېواد په زندانونو کې تر نیمایي زیات داسې کسان د بند شپې تېروي چې لا تر اوسه سزا شوي هم نه دي.

پرون په اسلام اباد هایکورټ کې په زندانونو کې د بندیانو د ناوړه حالت په اړه د مقدمې د اورېدنې په مهال دا هم په ډاګه شوې چې د پاکستان د څلورواړو صوبو د زندانونو 5189 بندیان په ایډز، ژیړي، ټي بي یا نري رنځ او نورو زیانمنو ناروغیو اخته دي خو علاج یې نه کېږي.

په څېړنیز رپوټ کې راغلي چې د څلورواړو صوبو په زندانونو کې په مجموعي توګه 1823 بندیان د هیپیټایټس یا ژیړي، 425 په ایچ آی وي ایډز، 173 په ټي بي یا نري رنځ، 594 په ذهني ناروغۍ او 2192 په بېلابېلو ناروغیو اخته دي.

"په یوه جېل کې هم د علاج طبي او د غاښونو د علاج اوزار نه شته او ډېر لږ جېلونه لیبارټري او پېرامیډیکل کارکوونکي لري، د جېلونو چارواکي په دې کې اکثر ناکامه دي چې په ایمرجنسي کې بندي ناروغان په ایمبولنسونو کې روغتون ته و رسوي".

دغه رپوټ د بشري حقونو وزیرې شېرین مزاري عدالت ته وړاندې کړی، چې پکې ویل شوي د خیبرپښتونخوا په زندانونو کې 71 فیصده، د سیند په زندانونو کې 70، د پنجاب په زندانونو کې 555 او د بلوچستان په زندانونو کې 59 فیصده داسې بندیان دي چې مقدمې یې روانې دي او لا سزا شوي هم نه دي.

د مقدمې د اورېدنې په مهال قاضي اطهر من الله د بشري حقونو وزیرې ته ویلي، چې که کوم بندي زیات ناروغه وي نو دا د حکومت ذمه واري ده چې هغه خوشي کړي، قاضي ویلي:

"د اسلام ټوله فلسفه دا ده چې له انسان سره باید انساني چلند وشي، جېل ته د یو مجرم د لېږلو څه مقصد وي، هغوی جېل ته د اذیت او ځورولو لپاره نه لېږل کېږي".

په نومبر میاشت کې د راولپینډۍ د اډیاله زندان یوه بندي خادم حسېن د اسلام اباد هایکورټ قاضي ته لیک استولی وو، چې پخوانی وزیراعظم د علاج لپاره له هېواده بهر لېږل کېږي نو دی دې هم ولېږل شي. قاضي د قیدي دغه لیک په مقدمه بدل کړی وو او په زندانونو کې د بندیانو د حالت د معلومولو لپاره یې یو کمیشن جوړ کړی وو.

د مقدمې په پرونۍ اورېدنه کې شېرین مزاري د کمیشن رپوټ وړاندې کړ، چې پکې په جېلونو کې د اصلاحاتو او د بندیانو د حالت په اړه ټول تفصیل شامل کړل شوی وو، چې وایي بندیان په زندانونو کې د خپلې سزا په اړه کافي معلومات نه لري ځکه یې د قید حقوق تر پښو لاندې کېږي.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې په جېلونو کې له ښځینه بندیانو او د هغوی له ماشومانو سره ناوړه چلند شوی دی.

شېرین مزاري عدالت ته ویلي چې حکومت یې په زندانونو کې د اصلاحاتو لپاره یوه کمېټۍ جوړه کړې، چې د قانون مرکزي وزیر فروغ نسیم او بېرسټر علي ظفر هم پکې شامل دي، وایي د زندانونو په اړه څېړنیز رپوټ به هم له هغوی سره شریک کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG