لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راس ویلسن: د افغان ولس د سوکالۍ او پرمختګ لپاره به کار کوي


د افغانستان دپاره امریکا نوی ټاکل شوی سرپرست سفير (جنرال کونسل) وايي د افغان ولس د سوکالۍ او پرمختګ لپاره به کار کوي.

راس ویلسن چې د امریکا د پخوانی سفیر جان بس پرځای ټاکل شوی په خپل ټویټ کې يې ويلي په دندې ګمارنه یې په یو مهم او حساسه مرحله کې شوې ده.

نوموړي د ولسواکۍ له پروسې، سولې د بهیر او د افغان وګړو راتلوونکي انتخاب ته خپله ژمنتیا څرګنده کړې او دا یې د خپل کار له لومړیتوبونو څخه ګڼلی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا سفير په خپل ټویټ کې دا هم ویلي د سپارل شوې دندې پرمهال به ترهغې چې نوی سفیر معرفي کیږي دسفارت د سرپرست سفیر چارې هم مخ ته وړي.

ښاغلي راس ویلسن ویلي خوښ یم چې د افغانستان په دې تاریخي او اهم پړاو کې په کابل کې د امریکا په سفارت کې دنده پیلوم.

"زه او زما هېواد امریکا د افغانستان د ټاکنو پروسې په ګډون د سولې او د دې هېواد د ټولنو هغو لومړیتوبونو ملاتړ کوي کوم چې افغان وګړو د خپل راتلوونکي لپاره انتخاب کړی دی.

ویلسن په داسې حال د افغانستان لپاره د امریکا سرپرست سفیر وټاکل شو چې تر دې وړاندې جان بس شاوخوا دوه کاله په کابل کې د سفیر په دنده پاتې شوی و.

نوی سفیر راس ویلسن کابل کې تر نوې دندې پېلولو مخکې د سفارتونو په دندو کې ویل کیږي چې ډیره تجربه لري او د نړۍ او سیمې په ګڼو هېوادونو په ځانګړي توګه په اذربایجان، ترکی کې د سفیر په توګه او په اسټرلیا، مسکو، پراګ کې د امریکا د جنرال کونسل په توګه هم د کلونو کاري تجربه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG