لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عوامي نيشنل ګوند د باچا خان اوونۍ نمانځي


عوامي نيشنل ګوند د عبدالغفار خان (باچا خان) د ۳۲ تلين او عبدالولي خان د ۱۴ تلين په مناسبت باچا خان اوونۍ ۲۰۲۰ نمانځي، په دغه لړ کې رسمي دستورې سبا په ۲۰م جنورۍ د ګل، دوشنبې په ورځ په باچا خان مرکز پېښور کې پېليږي.

د باچا خان اوونۍ نمانځلو په اړوند د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان وايي، چې د دې اوونۍ نمانځلو مقصد نه يواځې خپلو مشرانو ته د عقیدت پيرزونې وړاندې کول دي بلکې ورسره دا ياد تازه کول دي چې د خپلو مشرانو په لار د تلو دا سفر به دوامداره وايي.

هغه وايي دا درېم ځل دی چې عوامي نيشنل ګوند د باچا خان او ولي خان اوونۍ نمانځي خو دا وار د ستورو لړۍ د خېبرپښتونخوا ترڅنګ نورو صوبو ته هم غځول شوې ده.

د باچا خان اوونۍ دپاره د جوړې کمېټۍ يو غړی حيات روغانی وايي د باچا خان اوونۍ نمانځلو د لارې دا پېغام ورکوي چې په سيمه کې جنګ ببرو ته وښايي چې د جنګ نه علاوه يوه بله مينځګړې لار هم شته کومه چې د باچا خان د امن لاره ده.

هغه وايي د باچا خان اوونۍ نمانځونکې پېغلې او ځوانان به په دې اوونۍ کې په لارو او کوڅو کې د باچا خان د امن او عدم تشدد پېغام خوروي.

ډاکټر سهېل احمد چې د عبدالولي خان پوهنتون د پښتو څانګې مشر او د باچا خان په خدای خدمتګار تحریک يې پي اېچ ډي کړې ده وايي، د پخوا په څېر اوس هم د باچا خان فلسفې ته خنډان رامخې دي چې پکې ریاستي خنډان هم شامل دي دلته څوک ازاد ليک نه شي کولی دلته په سوچ او فکر قدغونه دي دلته څوک علمي پروګرامونه نه شي کولی.

خو نوموړی وايي دوی به د باچا خان د امن او عدم تشدد پېغام تل خوروي.

د باچا خان د اوونۍ رسمي پرانسته سبا په باچا خان مرکز پېښور کې کيږي چې پکې د خېبرپښتونخوا د جنوبي سيمو سره په ملاکنډ او د بلوچستان صوبې په هرنايي سیمه کې هم يوه دستوره ټاکل شوې ده دا اوونۍ به په ۲۷م جنورۍ پای ته رسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG