لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په عراق کې د امریکايي سفارتخانې سره نزدې درې راکټې غورځېدلي


د عراق په پلازمينه بغداد کې د امریکا د سفارتخانې سره نزدې درې راکټې غورځېدلي خو د کوم ځاني زيان اوښتو خبر پکې مخې ته نه دی راغلی.

د خبري ادارې رويټرز ترمخه د ګل او نهې په منځنۍ شپه کې په ګرين زون کې درې راکټې راغورځول شوي چې پکې دوه راکټې د امریکې د سفارتخانې سره غورځول شوي دي.

د بغداد په ګرين زون علاقه کې د دولتي ودانيو سره د امریکا او نورو هېوادونو سفارتخانې دي ځکه دغه علاقه حساسه ګڼل کيږي.

خبري ادارې د چارواکو له قوله ويلي په بريدونو کې ځاني زيان نه دی اوښتی.

له دې وړاندې هم په دغه علاقه کې د امریکا د سفارتخانې څنګ ته راکټي بريد شوی او په هغې کې هم کوم تاوان نه ؤ اوښتی.

د دسمبر په مياشت کې په سفارتخان د خلکو د ورختلو له امله هلته د امنیت دپاره پوځيان په ځای کړی شوي وو.

وروسته په درېمه جنورۍ په بغداد کې د هوايي اډې سره نزدې امریکې په ډرون بريد کې د ايران د انقلابي ځواک جنرل قاسم سليماني وژل شوی ؤ.

او ايران بيا د امریکا د پوځ د مېشتې په دوه مرکزونو بېلسټک ميزايل ورولې وې چې پکې ۱۱ سرتيري ژوبل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG